چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو یوڅلوېښتم زبور
د شپې دعا
(د داود زبور)
۱ تا ته زاري کوم څښتنه
همدااوس راسره وکړه مرسته
کله چې تا ته کړم زاري نو ته مې واوره اواز
۲ ته قبوله کړه دعا زما د خوشبویۍ په شان
ما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړه
لکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني
۳ ای څښتنه، راسره مرسته وکړه
چې وساتمه خپله خوله په واک کې
چې بدې خبرې مې ونه وځي له شونډو څخه
۴ ومې ساته چې زه شوقمن نه شم د بدو کارو
مه مې پرېږده چې شم شریک
د بدو خلکو په کارونو کې زه
او شریک دې نه شم
د هغوی په مېلمستیاوو کې زه
۵ چې نېک سړی مې وهي نو مهرباني به یې وي
که رټي مې هغه
دا به وي د ښې دوا په شان چې زه یې رد نه کړمه
خو زه دعا کومه تل د بدکارانو د اعمالو په ضد
۶ د ګړنګونو نه چې کله راګوزار شي حاکمان د هغوی
بدکاره خلک به اقرار وکړي
چې خبرې وې رښتیا زما
۷ هغوی به وایي: لکه څنګه چې قلبه کوي څوک
او میده کوي خاورې
داسې خواره واره پراته به وي
زمونږ هډوکي د قبر خوله کې
۸ خو سترګې په لاره یمه زه تا ته
د کومک دپاره ای څښتن تعالی
تا نه پناه غواړمه
مه مې پرېږده چې مړ شم
۹ ومې ساته هغو دامونو څخه
چې راته ایښي هغوی
د بدکارانو د تیلکونو څخه
۱۰ بدکاران دې شي راګېر خپلو دامونو کې
او تېر شم زه ترې روغ رمټ