چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو اتلسم زبور
د کامیابۍ په خاطر د شکرګزارۍ دعا
۱ د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه
۲ پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:
ده ابدي د هغه مینه
۳ پرېږده چې ووایي د هارون اولاده چې کاهنان دي:
ده ابدي د هغه مینه
۴ هغه ټول خلک چې وېریږي له څښتنه
پرېږده چې ووایي:
ده ابدي د هغه مینه
۵ ما په سخته کې فریاد وکړ څښتن ته
سوال یې قبول کړ زما او زه یې کړمه ازاد
۶ ما سره مل دی څښتن، نه به وېرېږمه زه
څه کولای شي انسان ما سره؟
۷ ما سره مل دی څښتن او مرستندوی دی زما
او زه به ووینم د خپلو دښمنانو ماتي
۸ دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن ته
د دې په ځای چې توکل وکړم انسان باندې
۹ دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن ته
د دې په ځای چې توکل وکړم په رهبرانو باندې
۱۰ رانه چاپېر وو ټول قومونه
خو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
۱۱ وو راچاپېر د هرې خوا نه په ما
خو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
۱۲ رانه چاپېر وو هغوی لکه مچیو په شان
خو شول خاموش هغوی لکه د اغزیو د اور په شان
د څښتن په زور مې دوی کړل تباه
۱۳ وشوه سخته حمله راباندې
او نژدې ؤ چې زه ماتې وخورم
خو څښتن وکړلو کومک راسره
۱۴ څښتن قوت دی زما
او ویې کړه دفاع زما
او زه یې ژغورلی یمه
۱۵ د خدای د قوم د خېمو نه واورئ
د کامیابۍ په خاطر د خوشحالۍ چیغې
چې دا هر څه شوي دي په قوي لاس د څښتن
۱۶ مونږ بریالي شو د څښتن په قوي لاس باندې
په جګړه کې د هغه په زورور قوت
۱۷ زه به مړ نه شم بلکې ژوندی به یمه
زه به بیان کړم کوم کارونه چې څښتن کړي دي
۱۸ هغه راکړې راته سخته سزا
خو زه یې پرېنښودم چې مړ شمه
۱۹ ما ته کړئ خلاصې دروازې د معبد
چې زه ورشم د څښتن شکر ادا کړم په کې
۲۰ دا ده هغه دروازه چې کولای شئ څښتن ته ورشئ
یوازې نېک خلک کولای شي داخل شي په کې
۲۱ شکر کومه زه د ستا څښتنه
ځکه چې سوال دې قبول کړی زما
ځکه چې ما ته دی نجات راکړی
۲۲ کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه
هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب
۲۳ دا کار وشو د څښتن له خوا نه
او عجیبه ښکاري زمونږ نظر کې
۲۴ دا هغه ورځ ده چې څښتن په کې کړی دی عجیبه کار
راځئ چې وکړو خوشحالي
او په کې خوشحاله اوسو
۲۵ مونږه وژغوره څښتنه، مونږه وژغوره
ای څښتنه بری راکړه مونږ ته
۲۶ مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي
تاسو ته غواړو برکت مونږ د څښتن له کوره
۲۷ څښتن دی خدای چې یې په مونږ وځلوله رڼا خپله
راولئ د قربانۍ حیوان او ویې تړئ رسیو باندې
په ښکرونو د قربانۍ په ځای باندې
۲۸ ته زما خدای یې او ستا شکر کوم
ته مې خدای یې، زه به لویي کړمه بیان ستا
۲۹ د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه