د زبورونو کتاب

یوسلو یوولسم زبور

د څښتن ثنا او صفت

۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د څښتن شکر به وباسمه د زړه له خلاصه

زه په مجلس کې د نېکانو او د هغوی غونډه کې

۲ څومره لوی دي د څښتن کارونه

هغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرې

غواړي چې فکر وکړي په هغو باندې

۳ کارونه یې ټول دي له عزت او له جلاله ډک

او عدالت د هغه پاتې تر ابده به وي

۴ څښتن چې کړي عجیبه کارونه

پرېنږدي چې مونږ یې هېر کړو

دی مهربانه او رحیم دی هغه

۵ ورکوي رزق هغه چا ته چې ترې وېره کوي

هغه نه هېروي هېڅکله خپل لوظ

۶ د پردو خلکو د وطن په ورکولو سره

هغه ښودلی خپل قدرت خپل قوم ته

۷ دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپل

حکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي

۸ وي پایدار به تر ابده پورې

هغه دي شوي په وفا او صداقت باندې

۹ هغه خپل قوم ازاد کړ

او ورسره ویې کړلو تلپاتې لوظ

دی سپېڅلی او هیبتناک د هغه نوم

۱۰ له څښتن وېره ده شروع د حکمت

څوک چې کوي د هغه د اوامرو اطاعت

ورکوي پوهه ورته
ثنا او صفت دې د هغه وي تر ابده پورې