چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو درېم زبور
د خدای مینه
(د داود زبور)
۱ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه
ای ټول بدنه زما د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه
۲ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه
مه هېروه ټول احسانونه یې ته
۳ څوک چې بخښي ټول ګناهونه ستا
او روغوي ټول رنځونه ستا
۴ څوک چې ژغوري تا له مرګه
او ستا په سر باندې ږدي خپل د مینې او رحم تاج
۵ چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانو
ترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني
۶ څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سره
ورکوي بېرته د هغوی حقونه
۷ هغه وښودله خپله اراده موسی ته
کارنامې یې خپلې وښودلې د اسراییلو قوم ته
۸ څښتن رحیم او مهربانه دی
نه په قهریږي زر او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
۹ نه ورکوي به دوام رټلو ته
نه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام
۱۰ نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزا
نه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو
۱۱ لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچت
دومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې
۱۲ څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخه
لېرې کوي دومره زمونږ نه ګناهونه زمونږ
۱۳ څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندې
دومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندې
چې کوي وېره ترې
۱۴ هغه پوهیږي چې پیدا شوي یو مونږ څنګه
هغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ
۱۵ د انسان ژوند دی د واښو په شان
چې غوړیږي د صحرا د ګل په شان
۱۶ کله چې باد ولګي نو ځي له منځه
او بیا نه ښکاري په خپل ځای کې
۱۷ خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به وي
د هغو خلکو سره چې کوي وېره ترې
د ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره
۱۸ د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ ته
او په حکمونو یې عمل کوي په غور سره
۱۹ څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کې
او پاچاهي کوي په ټولو باندې
۲۰ ای زورورو فرښتو
چې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئ
ثنا ووایئ د څښتن
۲۱ ووایئ ثنا د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلو
ای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو
۲۲ ای ټول مخلوقه د څښتن، د هغه ثنا ووایئ
ده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغه
ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه