۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

شپږم فصل

د انسان نور بد عملونه

۱ ای زما زویه! که د چا ضمانت دې په غاړه اخیستی وي

یا دې د پردي سړي په قرض کې چاته لاس ورکړی وي

۲ نو د خپلې ژبې د خبرې له امله په دام کې رانیول شوی یې

او د خپلې خولې د خبرو په لومه کې نښتی یې.

۳ نو ای زما زویه! بیا داسې وکړه چې ځان ترې وژغوره

ځکه چې ته د هغه سړي په لاسونو کې لوېدلی یې:

هغه ته په ډېره عاجزۍ ورشه او عذر زاري ورته وکړه.

۴ مه ویده کېږه

او یوه شېبه هم ارام مه کوه.

۵ لکه د هوسۍ په شان ځان د ښکاري له منګولو وژغوره

او د مرغۍ په څېر ځان د دام لرونکي له لاسه خلاص کړه.

۶ ای لټ سړیه! د مېږي له ژوند نه عبرت واخله

د هغه په لارو چارو غور وکړه او حکمت پیدا کړه!

۷ میږی نه کوم قوماندان لري

او نه کوم مشر او نه کوم آمر لري

۸ خو د لو په وخت کې خپل خواړه راټولوي

او په اوړي کې ځان ته خوراک ذخیره کوي.

۹ نو ته لټ به ترڅو پورې پروت یې

او کله به له خوبه راپاڅېږې؟

۱۰ که ته وایې: «نور به هم ویده شم

او لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»

۱۱ نو غریبي به د داړه مار په شان په تا راشي

او نېستي به د وسله وال غل په څېر درباندې یرغل وکړي.

۱۲ شر اچوونکی انسان بېکاره او بېځایه ګرځي

او په خوله کږې وږې خبرې کوي.

۱۳ هغه سترګې وهي

او بېځایه پښې دربوي

او په ګوتو اشارې کوي.

۱۴ په خپل زړه کې تل بدې نقشې جوړوي

او جنګ او جګړې ته لمن وهي.

۱۵ نو ځکه به سمدلاسه لوی مصیبت پرې نازل شي

او ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي چې د جوړېدو به نه وي.

۱۶ شپږ شیان دي چې څښتن ترې نفرت کوي

او اووه شیان دي چې د هغه په نظر د کرکې وړ دي:

۱۷ کبرجنې سترګې او دروغجنه ژبه

او هغه لاسونه چې بې‌ګناه وینه تویوي

۱۸ هغه زړه چې بدې نقشې جوړوي

او هغه پښې چې د بدۍ په لور په بیړه منډې وهي

۱۹ هغه دروغجن شاهد چې تل دروغ بادوي

او هغه څوک چې د ورونو ترمنځ جګړو ته لمن وهي.

د زنا په خلاف نصیحت

۲۰ نو ای زما زویه! د خپل پلار په حکم عمل وکړه

او د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه.

۲۱ د هغوی خبرې تل په خپل زړه کې یاد ساته

او د هار په شان یې په خپله غاړه کې ګرځوه.

۲۲ کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کوي

کله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوي

او کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.

۲۳ ځکه حکم یې ډېوه او روزنه یې رڼا ده

نصیحت او سختې خبرې یې د ژوندون لار ده

۲۴ ترڅو تا د بدلمنې ښځې نه وساتي

له هغې ښځې نه چې نرمه ژبه لري.

۲۵ په زړه کې د هغې د ښایست شوق مه کوه

او هغه مه پرېږده چې په سترګې وهلو دې د ځان غلام کړي

۲۶ ځکه بدلمنه ښځه د یوې ډوډۍ په بیه اخیستل کیږي

خو د بل چا ښځه به دې قیمتي ژوند ښکار کړي.

۲۷ څوک په خپل لمن کې بل شوی اور وړلی شي

او کالي یې ونه سوځیږي

۲۸ او یا څوک په سرو سکروټو ګرځېدلی شي

چې پښې یې په اور تڼاکې نه شي؟

۲۹ نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څملي

هرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې‌سزا به پاتې نه شي.

۳۰ څوک چې د نس د مړېدو په خاطر غلا کوي

نو خلک هغه غل ته په سپکه سترګه نه ګوري

۳۱ خو که ونیول شي نو اووه چنده بیه به ورکوي

او په بدل کې به یې د خپل کور ټوله شتمني خرڅوي.

۳۲ څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دی

څوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.

۳۳ هغه به له رسوایۍ او وهلو څخه خلاص نه شي

او بې‌عزتي به ترې لېرې نه شي.

۳۴ نو کینه او غیرت به یې په مېړه اور بل کړي

او زړه به یې په بدل اخیستلو کې هېڅکله ونه سوځیږي.

۳۵ هغه به د دې په بدل کې هېڅ ډول قرباني قبوله نه کړي

او هرڅه چې ورکړې وبه یې نه مني.