۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سلیمان د متلونو کتاب

څلورم فصل

د حکمت په هکله د پلار نصیحت

۱ای زما زامنو! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسئ

او هغه ته پام وکړئ چې عقل زده کړئ

۲ځکه چې زه تاسو ته ښه تعلیم درکوم

نو زما ښوونه او روزنه مه هېروئ.

۳کله چې زه د خپل پلار ځوان زوی وم

او د خپلې مور په نظر یوازېنی او نازولی ماشوم وم

۴پلار مې ماته لارښوونه کوله او راته ویل به یې:

«زما خبرې دې په خپل زړه کې ټینګې وساته

او زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې.

۵حکمت حاصل کړه، عقل پیدا کړه

زما کلام مه هېروه او مخ ترې مه اړوه.

۶حکمت له لاسه مه ورکوه نو ستا ساتنه به کوي

او ورسره مینه کوه نو ستا حفاظت به کوي.

۷حکمت تر ټولو لوړ مقام لري نو حاصل یې کړه

او د خپلې ټولې شتمنۍ په بیه عقل تر‌لاسه کړه!

۸په درنه سترګه ورته ګوره نو تا به سرلوړی کړي.

که ورته غاړه ورکړې نو ته به عزتمن شې.

۹ستا په سر به د افتخار شمله کېږدي

او ښکلی تاج به در په سر کړي.»

د بدې لارې نه ځان ساتل

۱۰نو ای زما زویه! ماته غوږ شه او خبرې مې ومنه

نو په دې کار سره به دې عمر ډېر شي.

۱۱تاته مې د حکمت لار وښودله

او ته مې د صداقت په لارو روان کړې.

۱۲په ګرځېدو کې به دې پښه په څه شي نه لګیږي

او په منډه وهلو کې به نه ښویېږې.

۱۳نصیحت ته مې غاړه کېږده او له لاسه یې مه ورکوه

ټینګه ساتنه یې وکړه ځکه چې هغه ستا ژوند دی.

۱۴د بدکارانو په لاره قدم مه ږده

او د شر اچوونکو په لاره تلل مه کوه.

۱۵ځان ترې وساته او پرې مه ځه

مخ ترې واړوه او ورڅخه تېر شه.

۱۶ځکه دوی ته خوب نه ورځي چې چاته یې زیان نه وي رسولی

او تر هغې نه ویده کیږي ترڅو چې بل یې نه وي غورځولی.

۱۷شرارت ورته د ډوډۍ په شان وي چې تل یې خوري

او ظلم ورته د شرابو په څېر دی چې تل یې څښي.

۱۸خو د نېکانو لار د سباوون د رڼا په شان ده

چې روښنایي یې زیاتیږي ترڅو د غرمې رڼا لګیږي.

۱۹د بدکارانو لار د تورې تیارې په شان ده

او په دې نه پوهیږي چې د لوېدلو سبب یې څه دی.

په سمه لار تګ

۲۰نو ای زما زویه! خبرو ته مې پام کوه

او څه چې درته وایم نو په غور یې واوره.

۲۱هغه له خپل نظر نه مه لېرې کوه

او د زړه په تل کې یې تل وساته.

۲۲څوک چې یې مني نو هغه ته اوږد ژوند ورکوي

او ټول وجود ته یې شفا وربخښي.

۲۳له هرڅه نه لومړی د خپل زړه پوره پام ساته

ځکه چې زړه دې د ټول ژوند سرچینه ده.

۲۴له خپلې خولې نه دې کږې وږې خبرې لېرې کړه

او له غولوونکو خبرو نه خپله ژبه وساته.

۲۵خپلې مخې ته سم او مخامخ ګوره

او سترګې دې هماغه لور ته ونیسه.

۲۶د خپلو قدمونو په لاره پوره فکر وکړه

نو بیا به دې د ژوند ټولې چارې ډاډمنې شي.

۲۷یو قدم هم ښي او چپ خواته مه ګرځه

او خپلې پښې له بدۍ نه لېرې وساته.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166