د سلیمان د متلونو کتاب

دوهم فصل

د حکمت ګټې

۱ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنې

او حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې

۲نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسه

او خپل زړه پوهې ته رامات کړه.

۳که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړې

او د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې

۴که د سپینو زرو په شان یې لټون وکړې

او د پټو خزانو په څېر ورپسې وګرځې

۵نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږې

او د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې.

۶ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوي

او د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.

۷هغه رښتینو خلکو ته د حکمت خزانې ورکوي

او د هغوی دپاره سپر دی چې خپل ژوند په صداقت تېروي.

۸ترڅو د انصاف کوونکو د لارو حفاظت وکړي

او د خپلو وفادارانو د لارې ساتنه وکړي.

۹نو بیا به ته په انصاف، عدالت او برابرۍ پوه شې

او ته به ټولې ګټورې لارې وپېژنې.

۱۰نو حکمت به ستا د زړه تل ته ښکته شي

علم به ستا روح خوشحاله کړي.

۱۱لیاقت به تا د خپل نظر لاندې وساتي

او پوهه به دې ټینګ حفاظت وکړي.

له بدۍ څخه ځان ژغورل

۱۲نو بیا به حکمت تا د بدکارو خلکو نه وژغوري

له هغه خلکو نه چې بدې خبرې کوي

۱۳څوک چې د صداقت لارې پرېږدي

او په تورو تیارو لارو تلل کوي

۱۴څوک چې د بدو کارونو په کولو خوشحالیږي

نو له کږو لارو نه خوند اخلي

۱۵د چا لارې چې کږې وږې دي

نو ټولې چارې یې غولوونکې دي.

۱۶نو حکمت به تا د بل چا له ښځې نه وژغوري

د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي

۱۷چا چې د ځوانۍ د وخت مېړه پریښی

او خپل لوظ یې هېر کړی چې د خدای سره کړی ؤ.

۱۸ځکه د هغې د کور لار د مرګ لور ته ښکته کیږي

او لارې یې د مړو دنیا په لور لاندې تللې دي.

۱۹هرڅوک چې د هغې غېږ ته ورشي بیا بېرته نه راځي

او هېڅکله به هغوی د ژوند لارو ته ونه رسیږي.

۲۰نو بیا به ته د ښو خلکو په لاره روان شې

او د نېکانو په لارو کې به پاتې شې.

۲۱نو په حقیقت کې به رښتیني خلک په دې ځمکه کې واوسیږي

او هغه څوک به په کې پاتې شي چې د پاکو زړونو خاوندان وي

۲۲خو بدکاران به د ځمکې له سر نه لېرې شي

او خاینان به ترې له ریښې نه وویستل شي.