بل څپرکۍ

د فيليپيانو په نوم د پولوس رسول خط

څلورم باب

عملى ډاډګيرنه

۱نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ. ۲زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ پاتې شى. ۳او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى. ۴همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ. ۵پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے. ۶د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، ۷نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى. ۸نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ. ۹او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.

د فيليپيانو شکريه ادا کول

۱۰زۀ په مالِک کښې ډېر خوشحاله يم چې آخر هم تاسو زما دپاره فکرمند شوئ، بې‌شکه چې اول هم تاسو فکرمند وئ خو موقع درته نۀ وه مِلاو شوى. ۱۱زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم. ۱۲زۀ هم په غريبۍ پوهېږم او هم په مالدارۍ. په هر حال کښې کۀ زۀ موړ يم يا کۀ اوږے، کۀ زۀ مالدار يم يا کۀ ضرورتمند ما د سکون ژوند تېرولو راز زده کړے دے. ۱۳زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى. ۱۴خو دا هم ستاسو مهربانى ده چې زما په مصيبت کښې شريک شوئ. ۱۵اے فيليپيانو، تاسو په خپله خبر يئ چې د زيرى په وړومبو ورځو کښې کله چې زۀ د مِکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سېوا يو جماعت هم د ورکړې راکړې په معامله کښې زما مدد ونۀ کړو. ۱۶ځکه کله چې زۀ په تِسالونيکيه کښې وم نو تاسو ما ته د يو ځل نه زيات زما د حاجتونو د پوره کولو دپاره مدد رالېږلے وو. ۱۷زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى. ۱۸ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده. ۱۹او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى. ۲۰زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.

د پولوس رسول آخرى سلامونه

۲۱ټولو مقدسينو ته په عيسىٰ مسيح کښې سلام وايم، او کوم وروڼه چې ما سره دى هغوئ تاسو ته هم سلام وائى. ۲۲ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى. ۲۳زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى. آمين.

بل څپرکۍ