بل څپرکۍ

د ناحوم نبي کتاب

درېم فصل

افسوس د نینوا په حال

۱ افسوس په حال ستا ای خونړی ښاره

چې یې ډک له دروغو او لوټ او تالان نه

او هېڅ وخت بې قتلونو نه یې

۲ غوږ ونیسئ:

د قمچینې کړپهار ته، د ارابو شورماشور ته

د اسونو تېزو منډو، د ګاډیو درزهار ته

۳ اس سواران کوي حملې

تورې پړقیږي او نېزې ځلیږي

دي جوړې شوې ډېرۍ د مړو

دي بې‌شمېره مړي

عسکر ښوییږي په هغو باندې

۴ ورکول کیږي سزا فاحشې نینوا ته

هغې جذابې او وژونکې جادوګرې ته

هغې وکړله جادو په قومونو باندې

او غلامان یې کړل

۵ مطلق قادر څښتن وایي:

نینوا زه یمه ستا په خلاف

ستا نه به وباسم کالي

زه به ښکاره کړمه قومونو ته

ستا لوڅوالی

او پاچاهیو ته به وشرموم تا

۶ تا به پټه کړمه په چټلۍ کې

زه به ګورمه په سپکه سترګه تاته

او تا نه به جوړه تماشه کړمه زه

۷ هرڅوک چې وویني تا

نو تا نه به مخ اړوي

هغوی به وایي چې ورانه شوې نینوا

وبه کړي څوک ویر د هغې دپاره؟

څوک به ورکړي تسلي هغې ته؟

د نینوا تباهي

۸ ای نینوا، ایا ته د مصر د پایتخت تیبس نه ښه یې؟ هغې هم یو سیند درلود چې د هغې ساتنه وکړي یعنې د نیل سیند د هغې دفاع کوله. ۹ هغې په ایتوپیا او مصر باندې حکومت کاوه. د هغې د قدرت کوم حد نه ؤ. فوط او لیبیا د هغې ملګري وو. ۱۰ خو بیاهم د تیبس خلک د اسیرانو په توګه په جلاوطنۍ بوتلل شول. د هرې کوڅې په سر کې د هغوی ماشومان وغورځول شول او ووژل شول. د هغوی مشران په زنځیرونو کې بوتلل شول او د دښمن عسکرو په خپل منځ کې د هغو د وېشلو دپاره پچه واچوله.

۱۱ ای نینوا، ته به هم لکه د یو شرابي په شان نشه شې! ته به کوښښ کوې چې پټه شې او د دښمن څخه به پناه غواړې. ۱۲ ستا ټولې کلاګانې به د پخو انځرو په شان وي. کله چې څوک دا ونې وخوځوي، نو مېوه به یې د هغه خولې ته ورولویږي! ۱۳ ستا عسکر د ښځو په شان دي او ستا د وطن دروازې ستا د دښمنانو پرمخ خلاصې دي. اور به ستا د دروازو اړمونه وسوځوي. ۱۴ د محاصرې دپاره تیاره شه او اوبه ذخیره کړه! خپلې جنګي کلاګانې قوي کړه! د خښتو د جوړولو دپاره خټه جوړه کړه او قالبونه تیار کړه! ۱۵ ته چې هرڅه کوې، خو ته به په اور کې وسوځې او یا به په جنګ کې مړه شې. ته به داسې له منځه لاړه شې لکه څنګه چې ملخان فصلونه خوري.

تاسو د ملخانو په شان زیات شوي یئ! ۱۶ ستا د سوداګرانو شمېر د اسمان د ستورو نه زیات دی! خو اوس هغوی به داسې لاړ شي، لکه ملخان چې خپل وزرونه خپاره کړي او والوزي. ۱۷ ستا ساتونکي او مامورین د هغو ملخانو د سیل په شان دي چې په یخه ورځ په دېوالونو باندې ناست وي. خو کله چې لمر راښکاره شي، نو هغوی الوزي او هېڅوک نه پوهیږي چې هغوی چېرته لاړل!

۱۸ ای د آشور امپراتوره، ستا حاکمان مړه شوي او ستا درانه خلک په ابدي خوب باندې ویده شوي دي! ستا خلک په غرونو باندې خواره واره شوي دي او هېڅوک نشته چې هغوی بېرته خپلو کورونو ته راولي. ۱۹ ستا د زخمونو علاج نشته او ستا پرهارونه به جوړ نه شي. هرڅوک چې ستا د بربادۍ نه خبریږي، نو د خوشحالۍ نه خپل لاسونه پړقوي. ایا داسې څوک شته چې ستا د ظلم نه خلاص شوی وي؟

بل څپرکۍ