۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د حضرت ناحوم نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

افسوس په نينوه

۱افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده. ۲د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ. ۳په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى. ۴ځکه چې نينوه د يوې بې‌حيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى. ۵زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم. ۶زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم. ۷هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟ ۸آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه. ۹ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو. ۱۰خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو. ۱۱تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې. ۱۲ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى. ۱۳خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى. ۱۴د محاصرې دپاره اوبۀ ډکې کړه، او خپلې مورچې مضبوطې کړه. خټه جوړه کړه، په پښو يې نرمه کړه، د خښتو د جوړولو دپاره يې تياره کړه. ۱۵خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى. ۱۶تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى. ۱۷ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى. ۱۸اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى. ۱۹ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.

بل څپرکۍ