چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱هر کله چه سحر شو نو مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو په صلاح دا فيصله وکړه اَؤ عيسىٰ ئے په ځولنو کښے وتړلو، بيا ئے هغه روان کړو، پيلاطوس ته ئے حواله کړو. ۲پيلاطوس دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“
هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووے.“
۳اَؤ مشرانو کاهنانو په هغۀ ډير اِلزامُونه ولګول. ۴پيلاطوس دَ هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”آيا تۀ په خپله صفايئ کښے څۀ وينا نۀ لرے؟ تۀ ګورے چه دوئ په تا څومره اِلزامُونه لګوى.“
۵خو پيلاطوس په دے خبره حيران شو چه عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
۶دَ اختر په موقع به دَ حاکم دا دستور وو چه دَ خلقو په خوښه به ئے يو قيدى آزادوو. ۷په دغه وخت کښے برابا نومے يو مُجرم دَ باغيانو سره په قيد کښے وو چه دَ بغاوت په وخت ئے قتل کړے وو. ۸کله چه خلق دَ دستور په مُطابق سوال له راغلل نو پيلاطوس جواب ورکړو چه ۹”تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“ ۱۰ځکه چه هغۀ ته دا پته وه چه هغوئ عيسىٰ تش په حسد هغۀ له راوستے دے.
۱۱خو مشرانو کاهنانو خلق ولمسول چه هغۀ ته ووائى چه ”عيسىٰ نه بلکه برابا راپريږده.“ ۱۲پيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چه ”کُوم سړى ته چه تاسو دَ يهوديانو بادشاه وايئ، دَ هغۀ سره څۀ وکړم؟“
۱۳هغوئ چغے کړے، ”هغه په سولئ وخيژوه!“
۱۴پيلاطوس تپوس وکړو چه ”ولے، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“
خو هغوئ نورے هم چغے تيزے کړے، ”هغه په سولئ وخيژوه!“
۱۵نو پيلاطوس دَ خلقو دَ تسلئ دَ پاره برابا ور آزاد کړو اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاره ئے حُکم وکړو چه په کروړو دِ ووهلے شى اَؤ په سولئ دِ کړے شى.
۱۶بيا سپاهيانو هغه غولى ته دَ ننه کړو، دَ حاکم دَ قلعه ټوله پلټنه ئے راجمع کړه. ۱۷عيسىٰ ته ئے سرے جامے واغوستے اَؤ دَ ازغو تاج ئے ور په سر کړو. ۱۸اَؤ بيا ئے هغۀ ته په دے ټکو سلامى کوله، ”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“ ۱۹بيا هغوئ هغه په بينت په سرسر وهلو اَؤ تُوکاڼى ئے پرے تُو کړل اَؤ بيا هغۀ ته په ګوډو شول اَؤ دَ ټوقو سجدے ئے ورته وکړلے. ۲۰کله چه هغوئ خپلے ټوقے بس کړلے نو دَ هغۀ نه ئے هغه سرے جامے لرے کړے اَؤ خپلے ئے ورته واچولے. بيا هغوئ هغه بهر ته بوتلوچه په سولئ ئے کړى.
۲۱دَ سکندر اَؤ روفوس پلار شمعُون څوک چه دَ کيرينى اوسيدُونکے وو دَ ميرے نه په هغه لاره راتيريدو اَؤ هغوئ هغه په بيګار ونيوو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى. ۲۲هغوئ عيسىٰ ګولګتا نُومے ځائے ته راوستو چه مطلب ئے دَ کُپرئ ځائے دے. ۲۳هغۀ ته ئے دَ مُر سره ګډ کړى شراب ورکړل خو هغۀ ونۀ څښل. ۲۴بيا هغوئ هغه په سولئ پورے وتړلو اَؤ دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے وويشلے، هسک ئے پرے واچوو چه کُوم شے دَ چا شى. ۲۵دَ سولئ وخت دَ سحر نهه بجے وو. ۲۶اؤ دَ هغۀ خلاف لګولے شوے اِلزام چه په تخته ئے ليکلے وو، داسے وو، ”دَ يهوديانو بادشاه.“ ۲۷دوه ډاکوان ئے هم دَ هغۀ سره په سولئ کړى وُو، يو دَ هغۀ ښى لاس ته اَؤ بل دَ هغۀ ګس لاس ته. ۲۸دغه شان دَ صحيفو دا پيشن ګوئى صحيح ثابته شوه چه ”هغه دَ مُجرمانو سره يو ځائے شو.“
۲۹په لاره تيريدُونکو هغۀ ته کنځلے کولے، هغوئ چغے کړے، سرُونه ئے وخوزول چه ”واه! تۀ چه دَ خُدائے کور نړوے اَؤ په دريو ورځو کښے به ئے بيا جوړوے! ۳۰دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ خپل ځان بچ کړه!“
۳۱دغه شان مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو هم په خپلو کښے ورپورے ټوقے کولے اَؤ وئيل ئے چه ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. ۳۲پريږدئ چه مسيح، دَ اِسرائيلو بادشاه، اوس دِ دَ سولئ نه راکُوز شى. که مُونږ دا ووينُو نو ايمان به پرے راؤړُو.“
تر دے چه هغه څوک چه دَ هغۀ سره په سولئ شوى وُو هغوئ هم هغه ملامتولو.
۳۳دَ غرمے مال په ټوله مزکه تيارۀ راخوره شوه اَؤ دَ کُوز ماسپښين تر دريو بچو پورے وه. ۳۴اَؤ درے بجے عيسىٰ په زوره چغے کړے چه ”ايلى! ايلى! لما شبقتنى؟“ چه ترجمه ئے دا ده، ”زما خدايه! زما خدايه! تا زَۀ ولے پريښودلم؟“ ۳۵ځنے ولاړو خلقو چه دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”وګورئ! هغه اِلياس ته نعرے وهى.“ ۳۶يو سړى دؤ کړو، يو اسفنج ئے دَ سرکے نه ډک کړو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے دَ يوے لښتے په سر ونيولو اَؤ هغۀ ووئيل چه ”ګورُو چه اِلياس راشى اَؤ دَئے راکُوز کړى.“
۳۷بيا عيسىٰ يوه کريکه وويسته اَؤ ساه ئے ورکړه.
۳۸اَؤ دَ خُدائے دَ کور پرده دَ يو سر نه بل سر ته دوه ټوټے شوه. ۳۹اَؤ کُوم صوبه دار چه هغۀ ته مخامخ ولاړ وو چه هغۀ وليدل چه هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وئے وئيل، ”رښتيا دى چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وو!“
۴۰يو څو ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ ورايه ئے ننداره کوله. په هغوئ کښے مريم مګدلينى، دَ کشر يعقُوب اَؤ يوسيس مور مريم اَؤ سلومى وے. ۴۱څۀ وخت چه هغه په ګليل کښے وو نو دوئ ټولے دَ هغۀ سره وے اَؤ خدمت ئے ورله کاوو اَؤ نورے ډيرے داسے وے څوک چه دَ هغۀ سره بيتُ المُقدس ته راغلے وے.
۴۲اوس ماښام شوے وو اَؤ هر کله چه دا دَ سبت نه وړُومبئ دَ تيارئ ورځ وه، ۴۳دَ اريمتيه يُوسف نومے يو سړے راغے څوک چه دَ جرګے يو عزتمن غړے وو اَؤ هغه سړے چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ راتلو په اِنتظار وو، په زړه ورتيا سره پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو. ۴۴پيلاطوس په دے خبر آؤريدو حيران شو چه هغه بيا مړ هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ هغۀ ډير ساعت کيږى چه مړ دے؟“ ۴۵اَؤ هر کله چه هغۀ دَ صوبه دار بيان واؤريدو نو هغۀ يُوسف له اِجازت ورکړو چه لاش يوسى. ۴۶بيا يُوسف مهينه لټه راؤړه، هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په کفن کښے ئے ونغښتو، بيا ئے هغه په ګټه کښے په کنستى ګنبد کښے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دَ ګنبد خُلے ته راورغړوو. ۴۷اَؤ مريم مګدلينى اَؤ دَ يوسيس مور مريم هغه ځائے وليدو اَؤ هغه ځائے ئے په نخښه کړو چه هغه ئے په کښے ايښے وو.