۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

اوؤم باب

د صوبه دار د نوکر روغول

۱ کله چې يې ټولې خبرې خلقو ته خلاصې کړې نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو. ۲ هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو. ۳ نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان مشران ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې هغه راشى او د هغۀ نوکر له شفا ورکړى. ۴ هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے، ۵ ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“ ۶ عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. ۷ زۀ په خپله خو څۀ هم نۀ يم نو په دې وجه زۀ تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى. ۸ ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“ ۹ کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“ ۱۰ او هغه مشران چې کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ جوړ وليدو.

د نائن د کونډې ښځې زوئ ژوندے کول

۱۱ پس له هغې عيسىٰ نائن نومې ښاريې ته لاړو. د هغۀ سره خپل مريدان او نور ګڼ خلق هم ورسره وُو. ۱۲ کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو. ۱۳ کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“ ۱۴ د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“ ۱۵ هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو. ۱۶ په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“ ۱۷ عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.

د حضرت يحيىٰ پېغام وړُونکى لېږل

۱۸ د يحيىٰ مريدانو هغه په دې هر څۀ خبر کړو. هغۀ خپل دوه مريدان راوغوښتل ۱۹ او مالِک له يې ولېږل چې تپوس وکړى چې، ”تۀ هغه راتلونکے يې يا دا چې مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۲۰ هغه پېغام وړُونکى عيسىٰ له لاړل او ورته يې ووئيل، ”بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ مونږ تا له رالېږلى يُو چې تپوس وکړو چې تۀ هغه راتلونکے يې کۀ مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ ۲۱ هم په هغه ساعت عيسىٰ ډېرو خلقو ته د بيماريانو نه شفا ورکړله، طاعون او بد پيريان يې لرې کړل او ډېرو ړندو له يې بينائى ورکړه. ۲۲ بيا هغۀ هغه مريدانو ته جواب ورکړو چې، ”لاړ شئ او هر څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ هغه يحيىٰ ته ووايئ چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى، مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زيرے اورى. ۲۳ او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“ ۲۴ کله چې د يحيىٰ مريدان رُخصت شول نو عيسىٰ د هغۀ په حقله خلقو ته وفرمائيل چې، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟ ۲۵ نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې قيمتى جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، د چا چې قيمتى لباس وى او عېش عشرت کوى هغوئ په محلونو کښې ژوند کوى. ۲۶ نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ آو، زۀ دا وايم چې د يو نبى نه هم ډېر لوئ. ۲۷ دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“ ۲۸ زۀ تاسو ته وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.“ ۲۹ او ټولو خلقو چا چې د عيسىٰ خبرې واورېدلې نو سره د محصولچيانو يې د خُدائ پاک لار سمه وګڼله ځکه چې د يحيىٰ نه يې بپتسمه اخستې وه، ۳۰ خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو. ۳۱ ”د دې پيړۍ د خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ هغوئ د چا په شان دى؟ ۳۲ هغوئ په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى څوک چې يو بل ته چغې وهى او وائى چې، مونږ تاسو ته شپيلۍ وغږولې او تاسو ګډا ونۀ کړه. مونږ ژړا انګولا وکړه او تاسو وير ونۀ کړو. ۳۳ ځکه چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغلو چې هغۀ نۀ روټۍ خوړله او نۀ يې مے څښل نو تاسو وئيل چې، په هغۀ پيريان ناست دى. ۳۴ او کله چې اِبن آدم راغلو چې خورى څښى نو تاسو وايئ چې، دۀ ته وګورئ. دا ګيډور شرابى د محصولچيانو او ګناهګارو دوست دے. ۳۵ خو بيا هم حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“

يوه ګناهګاره ښځه معاف کول

۳۶ يو فريسى د عيسىٰ مېلمستيا وکړله. هغه د فريسى کور ته لاړو او خوراک ته کښېناستو. ۳۷ نو په هغه ښار کښې يوه زناکاره ښځه چې د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوله چې د يو فريسى په کور کښې مېلمه دے نو قيمتى عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. ۳۸ هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول. ۳۹ کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“ ۴۰ عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“ ۴۱ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د يو سودخور دوه قرضدارى وُو. يو ته يې پينځۀ سوه ديناره قرض وُو او په بل يې پنځوس. ۴۲ د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“ ۴۳ شمعون جواب ورکړو، ”زما په خيال چې کوم سړى ته يې زياتې وبخښلې.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”بې‌شکه تۀ صحيح وائې.“ ۴۴ بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې. ۴۵ تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى. ۴۶ تا زما سر په تېلو غوړ نۀ کړو او هغې زما په پښو عطر واچول. ۴۷ زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“ ۴۸ بيا عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ګناهونه وبخښلے شول.“ ۴۹ نو مېلمنو په خپلو کښې ووئيل چې، ”دے لا څوک دے چې ګناهونه هم بخښى؟“ ۵۰ او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“