۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

اوؤم باب

د ګناه د تاوان نذرانې

۱د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى. ۲د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى. ۳د دې ټوله وازګه دې په قربان‌ګاه باندې پېش کړے شى، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، ۴پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم. ۵اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه په قربان‌ګاه وسوزوى. دا د ګناه د تاوان نذرانه ده. ۶د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مقدسه ده. ۷د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى. ۸اِمام چې د چا دپاره سوزېدونکې نذرانه پېش کوى نو د هغه ځناور څرمن به د هغه اِمام وى. ۹د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده. ۱۰خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارون د خاندان د ټولو اِمامانو دى او يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.

د سلامتۍ نذرانې

۱۱دا د سلامتۍ د نذرانو دپاره اصُول دى کومې چې مالِک خُدائ ته پېش کولے شى. ۱۲کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى. ۱۳د دې نه علاوه، هغه دې خمبيره پخې شوې روټۍ هم پېش کړى. ۱۴هغه دې د هر قِسم روټۍ يوه يوه حِصه د خاص برخې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د هغه اِمام دى کوم چې د ځناور وينه واخلى او د قربان‌ګاه سره يې وشيندى. ۱۵د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کومه ورځ هغه قربانى کيږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى. ۱۶کۀ يو کس د قسم پوره کولو يا د خپلې رضاکارانه نذرانې په توګه، د سلامتۍ نذرانه راوړى، چې دا په کومه ورځ پېش کيږى نو په هغه ورځ دې خوړلے شى خو چې څۀ پاتې وى نو هغه به په بله ورځ خوړلے شى. ۱۷څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په درېمه ورځ وسوزولے شى. ۱۸کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۱۹کۀ چرې دا غوښه په يو ناپاک څيز پورې ولګى، نو دا دې نۀ شى خوړلے، بلکې ودې سوزولے شى. چې څوک پاک وى نو هغه دا پاتې شوې غوښه خوړلے شى، ۲۰خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۱کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنى آدم يا د ځناور وى او د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د مالِک خُدائ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۲مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲۳کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى، د څاروو، ګډو، يا د چېلو وازګه مۀ خورئ. ۲۴يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد دپاره استعمالېدے شى. ۲۵کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شوه نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۶بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى. ۲۷هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۲۸بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲۹کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. هر څوک چې يوه د سلامتۍ نذرانه پېش کوى نو د هغې يوه برخه به د خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کوى، ۳۰هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى. ۳۱اِمام به وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، خو هغه سينه به د اِمامانو وى. ۳۲د ځناور وروستونے ښے پتُون به د يوې برخې په توګه اِمام ته ورکولے شى، ۳۳هغه اِمام له کوم چې وينه او د سلامتۍ نذرانې وازګه پېش کوى. ۳۴د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى. ۳۵دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې برخه ده چې هارون او د هغۀ زامنو له ورکړے شوه چې په کومه ورځ هغوئ د اِمامانو په توګه مقرر شول. ۳۶مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى. ۳۷دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى. ۳۸هلته په بيابان کښې د سينا په غرۀ باندې، مالِک خُدائ په هغه ورځ موسىٰ له دا حُکمونه ورکړل او هغۀ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې خپلې نذرانې راوړئ.