۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

پينځم باب

د ګناه د نذرانو ورکولو حالاتونه

۱په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۲کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام څيز له لاس وروړى، لکه چې يو مړ مردار ځناور له، نو هغه ناپاک او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده. ۳کۀ څوک په غلطۍ سره د انسان يو ناپاک ځائ يا څيز له لاس وروړى، خو چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده نو هغه په دې سره ناپاکه او ګناه ګار دے. ۴کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په حقله وى کۀ قسم ښۀ وى او يا بد وى، نو هغه ناپاکه او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ څۀ کړى دى. ۵کله چې يو کس ګناه وکړى، نو هغه دې خامخا د ګناه اِقرار وکړى، ۶او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى. ۷کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى. ۸هغه به دا اِمام له راوړى، نو وړومبۍ به مارغۀ د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړى. د دې څټ به تاو کړى خو چې سر ترې نه بېل نۀ شى ۹او څۀ وينه دې د قربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده. ۱۰بيا د اصُولو په مطابق هغه دوېم مارغۀ دې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ کړې ده او هغه به معاف شى. ۱۱کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده. ۱۲هغه کس به دا اِمام له راوړى، اِمام به يو موټے ترې نه د نښې په توګه واخلى چې دا ټول مالِک خُدائ ته پېش کړے شوى دى او په اور سوزېدونکې نذرانې سره به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. دا يوه داسې نذرانه ده چې ګناه لرې کوى. ۱۳داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.

د ګناه د تاوان نذرانې

۱۴مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۱۵کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. ۱۶هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى. ۱۷کۀ څوک يوه داسې ګناه وکړى چې په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه يو حُکم مات کړى، نو هغه ګناهګار دے او جرمانه به ورکوى. ۱۸هغه به خامخا اِمام ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى او هغه به معاف کړے شى. ۱۹دا د هغې د ګناه د تاوان نذرانه ده کومه چې هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف کړې وى.