چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲ <د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې که چېرې څوک یو بل نفر د خاص نذر په توګه څښتن ته وقف کړي، نو هغه نفر به د لاندینیو پیسو په ورکولو سره ازاد شي: ۳-۷ د مقدس ځای د مثقال په مطابق:
۸ که چېرې یو نفر چې نذر ورکوي ډېر غریب وي او نه شي کولی چې دا ټاکل شوې اندازه ادا کړي، هغه دې دا نفر کاهن ته وړاندې کړي او کاهن به نذر ورکوونکي ته د هغه د توان سره سمه بیه وټاکي.
۹ که چېرې د هغه نذر یو داسې حیوان وي چې څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ وي، نو داسې سوغات چې څښتن ته ورکول کیږي هغه مقدس دی. ۱۰ که هغه حیوان ښه وي یا خراب، هغه نه شي کولی چې د بل حیوان سره یې بدل کړي. که چېرې داسې وکړي نو دواړه حیوانات د څښتن کیږي. ۱۱ که چېرې د هغه نذر یو ناپاک حیوان وي، دا چې هغه څښتن ته د نذرانې په توګه د منلو وړ نه دی نو هغه حیوان باید کاهن ته راوستل شي. ۱۲ کاهن دې د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او دا به اخرنۍ بیه وي. ۱۳ که چېرې خاوند یې وغواړي چې هغه حیوان بېرته واخلي، باید د هغې د بیې څخه شل فیصده زیات ورکړي.
۱۴ که چېرې یو نفر خپل کور څښتن ته وقف کوي، کاهن به ورته د هغه د ښه والي یا بدوالي له مخې بیه وټاکي او هغه به اخرنۍ بیه وي. ۱۵ که چېرې هغه نفر چې خپل کور یې وقف کړی دی وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید شل فیصده اضافه بیه ادا کړي او کور به بیا د هغه شي.
۱۶ که چېرې یو نفر څښتن ته د خپلې کورنۍ د ځمکې کومه برخه وقف کوي، د هغې بیه دې د هغه تخم د اندازې له مخې وټاکل شي چې په هغه ځمکه کې کرل کیږي، یعنې د دوه سوه کیلوګرامو اوربشو تخم دپاره پنځوس مثقاله سپین زر. ۱۷ که چېرې هغه دا ځمکه د بېرته ورکولو د کال څخه وروسته سمدلاسه وقف کړي نو ټوله بیه دې ادا کړي. ۱۸ مګر که چېرې هغه نفر خپله ځمکه له دې څخه وروسته وقف کړي، کاهن به د هغې بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پورې پاتې وي او کمه بیه به وټاکي. ۱۹ که چېرې هغه نفر چې ځمکه یې وقف کړې ده وغواړي چې هغه بېرته واخلي، باید د اضافه شلو فیصدو سره بیه ادا کړي او ځمکه به بېرته د هغه شي. ۲۰ که چېرې هغه ځمکه په بل چا باندې خرڅوي، نو هغه دې اول بېرته په بیه واخلي، له دې پرته د بېرته اخیستلو حق د تل دپاره له لاسه ورکوي. ۲۱ د بېرته ورکولو په راتلونکي کال کې به دا ځمکه مقدسه شي او د څښتن دایمي ملکیت کیږي. هغه به د کاهنانو شي.
۲۲ که چېرې یو نفر څښتن ته داسې یو پټی وقف کړي چې اخیستی یې وي او د هغه د کورنۍ د ځمکې برخه نه وي، ۲۳ کاهن به د هغه بیه د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کال پورې پاتې وي او هغه نفر باید په هماغه ورځ بیه ادا کړي. پیسې د څښتن کیږي. ۲۴ دا پټی به د بېرته ورکولو په کال کې د هغه اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړای شي.
۲۵ ټولې بیې باید د مقدس ځای د اندازې له مخې وټاکل شي.
۲۶ اولنی زېږېدلی حیوان له پخوا څخه د څښتن دی، نو هیڅوک نه شي کولی چې هغه څښتن ته وقف کړي. که هغه یو خوسی وي، یو وری یا سېرلی وي، که هغه نر وي یا ښځه، هغه د څښتن دی. ۲۷ که چېرې هغه یو ناپاک حیوان وي، کېدای شي چې په اصلي بیه د اضافه شلو فیصدو سره بېرته واخیستل شي. که چېرې هغه بېرته وانه خیستل شي، کېدای شي چې په بل چا باندې په اصلي بیه خرڅ شي.
۲۸ هیڅوک نه شي کولی چې داسې څه خرڅ کړي یا یې بېرته واخلي چې پرته له کوم شرط څخه یې څښتن ته وقف کړی وي، که هغه یو انسان وي، یو حیوان، یا د کورنۍ ځمکه وي. هغه په دایمي توګه د څښتن دي. ۲۹ حتیٰ که یو انسان بې له کوم شرط څخه وقف کړای شوی وي هغه بېرته په بیه نه شي اخیستل کېدای، هغه باید ووژل شي.
۳۰ د ځمکې د ټولو حاصلاتو لسمه برخه که هغه غلې دانې وي یا مېوه، هغه د څښتن ده. ۳۱ که چېرې یو نفر وغواړي چې له هغې څخه لږ بېرته واخلي، هغه باید د اضافه شلو فیصدو سره اصلي بیه ادا کړي. ۳۲ کله چې څوک خپلې پادې او رمې شمېري د هغو څخه هر لسم حیوان د څښتن دی. ۳۳ هغه نفر نه شي کولی چې خپل حیوانات داسې ترتیب کړي چې خراب حیوانات ورڅخه انتخاب کړي او نه شي کولی چې هغه بدل کړي. که چېرې هغه یو حیوان د بل سره بدل کړي، بیا دواړه حیوانات د څښتن کیږي او بېرته په بیه نه شي اخیستل کېدای.>
۳۴ دا هغه امرونه دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته د سینا په غره باندې د اسراییلیانو دپاره ورکړل.