د حضرت يُونس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

د حضرت يُونس دُعا

۱د کب په ګېډه کښې يُونس مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته دُعا وکړه. ۲هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو. ۳تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې. ۴ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه. ۵اوبو زۀ مرۍ پورې راګېر کړم، سمندر زۀ ډُوب کړم، او د سمندر واښۀ زما د سر نه راتاؤ شُو. ۶زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه. ۷کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده. ۸هغه څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى. ۹خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“ ۱۰او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.