۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

اَتم باب

په زِنا کښے نيولے شوے ښځه

۱په هغوئ کښے هر يو خپل کور ته لاړو خو عيسىٰ دَ ښونانو غر ته وختلو. ۲اَؤ بله ورځ سحر وختى هغه بيا دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ ټول خلق ورته راغونډ شول. هغه ناست وو اَؤ تعليم ئے ورته ور کاوو. ۳دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چه په زِنا کښے نيولے شوے وه. هغه ئے په خپل مينځ کښے ودروله. ۴اَؤ هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”اُستاذه! دا ښځه په زِنا کولو ونيولے شوه. ۵مُوسىٰ په شريعت کښے وئيلے دى چه داسے ښځے دِ سنګسار کړے شى. ته په دے حقله څۀ وايے؟“ ۶هغوئ دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو. دا ئے خيال وو چه په دے شان به دَ هغۀ بر خلاف اِلزام ثابت کړى. عيسىٰ ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے په ګوته څۀ ليکل. ۷کله چه هغوئ بيا بيا خپل سوال تکرار کړو نو هغه نيغ ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په تاسو کښے به هغه څوک په دے وړُومبے کاڼے ورولى چا چه هيڅ ګُناه نۀ وى کړے.“ ۸پس له هغے هغه يو ځل بيا ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے څۀ وليکل. ۹کله چه هغوئ دَ هغۀ خبره واؤريده نو يو يو بهر ووتلو، مشران ئے ترے وړاندے وُو اَؤ عيسىٰ ئے يواځے پريښودو اَؤ ښځه هم هغه شان هلته ولاړه وه. ۱۰عيسىٰ بيا نيغ ودريدو اَؤ هغه ښځے ته ئے ووئيل، ”هغوئ څۀ شول؟ تۀ هيچا هم مُجرمه نۀ کړے؟“ ۱۱هغے جواب ورکړو، ”مالِکه! هيچا هم نه.“

عيسىٰ ووئيل، ”اَؤ نۀ دِ زَۀ مُجرمه کوم، تۀ تلے شے خو بيا ګُناه مه کوه.“

عيسىٰ دَ دُنيا نُور

۱۲عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.“

۱۳فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوے خو ستا ګواهى معتبره نۀ ده.“

۱۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى معتبره ده که زَۀ ئے دَ ځان په حق کښے ورکوم، ځکه چه هم زَۀ خبر يم چه زَۀ دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم، بلکه تاسو نۀ پوهيږئ چه دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم. ۱۵تاسو دَ دُنيا دَ دستُور په مُطابق فيصلے کوئ خو زَۀ دَ هيچا فيصلے نۀ کوم. ۱۶خو که فيصله کوم نو زما فيصله به صحيح وى ځکه چه دا فيصله زَۀ يواځے نۀ کوم بلکه زَۀ اَؤ زما پلار ئے کوُو چه زَۀ ئے را استولے يم.

۱۷ستاسو په خپل شريعت کښے ئے دا ليکلى دى چه دَ دوؤ کسو ګواهى معتبره ده. ۱۸خو دا زَۀ يم چه دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوم اَؤ زما بل ګواه زما پلار دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“

۱۹هغوئ تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“

عيسىٰ جواب ورکړو چه ”نۀ خو تاسو ما پيژنئ اَؤ نۀ زما پلار. که تاسو زَۀ پيژندے نو زما پلار به مو هم پيژندو.“

۲۰دا خبره عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم ورکولو په وخت په خزانے کښے وکړه خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چه دَ هغۀ وخت لا نۀ وو راغلے.

چرته چه زَۀ ځم تاسو هلته راتلے نۀ شئ

۲۱عيسىٰ هغوئ ته دا بيا ووئيل، ”زَۀ درنه ځم، تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. اَؤ چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“

۲۲يهوديانو بيا ووئيل، ”شايد چه دَے خپل ځان وژنى چه دا وائى، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“

۲۳نو عيسىٰ ووئيل، ”تاسو دَ دے مزکے خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان، تاسو دَ دے دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دے دُنيا نۀ يم. ۲۴ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“

۲۵هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ يئے څوک؟“

عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم هغه يم چه مے تاسو ته مخکښے وئيلى دى. ۲۶ستاسو په حقله ډيرے څۀ خبرے دَ وئيلو اَؤ دَ فيصله کولو لا شته دى خو هغه چا چه زَۀ ئے را استولے يم، رښتينے دے اَؤ څۀ چه ما دَ هغۀ نه آؤريدلى دى هغه زَۀ دُنيا ته وايم.“

۲۷هغوئ په دے پوهه نۀ شُو چه عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ پلار په حقله خبرے کولے. ۲۸نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه تاسو اِبن آدم پورته وخيژوئ نو پوهه به شئ چه زَۀ چه يم هغه يم. زَۀ په خپل اِختيار هيڅ نۀ کوم خو هر څۀ چه زَۀ وايم، دَ دے تعليم ما ته زما پلار راکړے دے. ۲۹چا چه زَۀ را راستولے يم هغه ما سره موجُود دے اَؤ هغۀ زَۀ يواځے نۀ يم پريښے ځکه چه زَۀ هميشه هغه څۀ کوم چه کُومه دَ هغۀ رضا ده.“

۳۰چه عيسىٰ دا خبرے وکړے نو ډيرو پرے ايمان راؤړو.

حقيقت به تاسو آزاد کړى

۳۱کُومو خلقو چه په عيسىٰ ايمان راؤړے وو، عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل، ”که چرے تاسو زما په کلام کښے قائم پاتے شئ نو په رښتيا تاسو زما مُريدان يئ. ۳۲اَؤ تاسو به په حقيقت پوهه شئ اَؤ حقيقت به تاسو آزاد کړى.“

۳۳هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ اِبراهيم اَؤلاد يُو، مُونږ چرے هم دَ چا غُلامان شوى نۀ يو. ستا دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به آزاد شئ؟“

۳۴عيسىٰ ورته دا ووئيل چه ”رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چه ګُناه کوى هغه دَ ګُناه غُلام دے. ۳۵اَؤ په کور کښے غُلام مُدام پاتے کيږى نه، خو زوے په کور کښے مُدام پاتے کيږى. ۳۶که چرے زوئے تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ. ۳۷ما ته دا معلُومه ده چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد ئے خو تاسو دا اِراده کړے ده چه ما وژنئ ځکه چه زما کلام قبُول نۀ کړے شى. ۳۸هغه څۀ چه ما دَ خپل پلار په حضُور کښے ليدلے دى هغه زَۀ وايم اَؤ تاسو په هغه څۀ عمل کوئ څۀ چه تاسو دَ خپل پلارنه آؤريدلى دى.“

۳۹هغوئ ووئيل، ”اِبراهيم زمُونږ بابا دے.“

عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد وئ نو تاسو به هغه څۀ کولے څۀ چه به اِبراهيم کول. ۴۰خو لکه چه څرګنده ده چه تاسو زما دَ مرګ پخه اِراده کړے ده، دَ هغه چا چه تاسو ته ئے حقيقت ووئيلو چه ما دَ خُدائے نه آؤريدلى دى، خو دا دَ اِبراهيم عمل نۀ دے. ۴۱تاسو خو دَ خپل پلار غوندے کار کوئ.“

هغوئ ووئيل، ”مُونږ حراميان نۀ يُو پيدا، يواځے خُدائے زمُونږ پلار دے.“

۴۲عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم. ۴۳تاسو زما په خبرو پوهيږئ ولے نۀ؟ دا ځکه چه زما کلام تاسو آؤريدلے نۀ شئ. ۴۴ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے. ۴۵خو زَۀ رښتيا وايم اَؤ ځکه تاسو په ما يقين نۀ کوئ. ۴۶په تاسو کښے کُوم يو سړے دے چه په ما ګُناه ثابتولے شى؟ که چرے څۀ چه زَۀ وايم هه رښتيا وى نو بيا تاسو په ما ايمان ولے نۀ راؤړئ؟ ۴۷هغه څوک چه پلار ئے خُدائے دے، دَ خُدائے کلام آؤرى. تاسو خو دَ خُدائے اَؤلاد نۀ يئ ځکه ئے تاسو نۀ آؤرئ.“

عيسىٰ اَؤ اِبراهيم

۴۸يهوديانو جواب ورکړو چه ”آيا زمُونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چه تۀ سامرى يئے اَؤ په تا پيريان ناست دى؟“

۴۹عيسىٰ ووئيل چه ”په ما پيريان نۀ دى ناست. زَۀ دَ خپل پلار عزت کوم خو تاسو ما بے عزته کوئ. ۵۰زَۀ خپله لوئى نۀ غواړم خو يو شته چه هغه ئے غواړى اَؤ هغه فيصله کوى. ۵۱زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، که څوک زما په کلام عمل کوى هغه به هيڅ کله مړ نۀ شى.“

۵۲يهوديانو ووئيل چه ”اوس زمُونږ پُوره يقين دے چه تۀ پيرى نيولے يئے. اِبراهيم خو مړ دے اَؤ نبيان هم اَؤ بيا هم تۀ وايئے چه که څوک زما په کلام عمل وکړى هغه به هيڅ کله هم دَ مرګ خوند ونۀ څکى. ۵۳آيا تۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم نه لوئے يئے څۀ چه مړ شوے دے؟ اَؤ نبيان هم مړۀ دى. نو بيا تۀ ځان څۀ ګڼے؟“ ۵۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے زَۀ خپل صفت وکړم نو زما صفت کول څۀ معنىٰ نۀ لرى، خو دا زما پلار دے چه زما صفت کوى، دَ هغۀ چه تاسو ورته خُدائے وايئ، ۵۵سره دَ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ. خو زَۀ هغه پيژنم. که چرے ما دا ووئيل چه زَۀ هغه نۀ پيژنم نو زَۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم خو رښتيا دا دى چه زَۀ هغه پيژنم اَؤ دَ هغۀ په کلام عمل کوم.

۵۶ستاسو پلار اِبراهيم زما دَ ورځے په ليدو ډيره ښادى کوله. هغۀ دا وليده اَؤ خوشحاله شو.“

۵۷يهوديانو اِحتجاج وکړو چه ”تۀ خو لا دَ پنځوسو کالو هم نۀ يئے، نو اِبراهيم دِ څرنګ وليدو؟“

۵۸عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه اِبراهيم لا پيدا هم نۀ وو چه زَۀ يم.“

۵۹هغوئ په عيسىٰ پسے کاڼى راواخستل چه وئے ولى خو عيسىٰ ئے ونۀ ليدو اَؤ هغه دَ خُدائے دَ کور نه ووتو.