۰:۰۰ / ۰:۰۰

د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

درېم فصل

عیسی او نیکودیموس

۱په فریسیانو کې یو سړی ؤ چې نیکودیموس نومېده او د یهودیانو د مشرانو څخه ؤ. ۲یوه شپه هغه عیسی ته راغی او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ پوهېږو چې ته یو ښوونکی یې چې د خدای له خوا رالېږل شوی یې. کومې نښې چې ته یې ښایې هغه هېڅوک نه شي ښودلی ترڅو پورې چې خدای ورسره مل نه وي.» ۳عیسی په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې ترڅو پورې یو سړی بیا نوی پیدا نه شي هغه د خدای پاچاهي لیدلی نه شي.» ۴نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي چې یو زوړ سړی بیا نوی پیدا شي؟ بې له شکه چې هغه نه شي کولای چې بېرته د مور ګېډې ته ورننوځي او د دوهم ځل دپاره بیا پیدا شي!» ۵عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې یو سړی به تر هغې پورې د خدای پاچاهۍ ته وردننه نه شي، ترڅو چې هغه په طبیعی ډول او روح القدس سره پیدا نه شي. ۶د انسان نه چې پیدا کیږي هغه جسم دی او د روح القدس نه چې پیدا کیږي هغه روح دی. ۷کله چې زه تاسو ته وایم چې تاسو ټول باید د دوهم ځل دپاره وزېږئ، نو په دې باندې مه حیرانېږئ. ۸باد چې هرې خواته غواړي هلته لګیږي. تاسو یې اواز اورئ، خو په دې نه پوهېږئ چې هغه د کوم ځای نه راځي او چېرته ځي. نو څوک چې د روح القدس نه پیدا کیږي د هغه حالت هم همداسې وي.»

۹نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي؟» ۱۰عیسی په ځواب کې وویل: «ته په اسراییلو کې یو لوی عالم یې او په دې شیانو باندې نه پوهېږې؟ ۱۱په یقین سره زه تاته دا وایم چې مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې ورباندې پوهېږو او څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله شاهدي ورکوو، خو بیاهم تاسو زمونږ په خبرو باندې باور نه کوئ. ۱۲کله چې زه ستاسو سره د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوم او تاسو ورباندې باور نه کوئ، نو که د اسماني شیانو په هکله خبرې وکړم تاسو به یې څنګه ومنئ؟ ۱۳هېڅوک هم کله اسمان ته نه دی ختلی، پرته د انسان د زوی نه چې د اسمان نه راښکته شوی دی. ۱۴لکه څنګه چې موسی په دښته کې برنجي مار په یوې پایې باندې وخېژاوه، نو همداسې به د انسان زوی هم باید وخېژول شي، ۱۵د دې دپاره چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي. ۱۶خدای د نړۍ سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازېنی زوی یې ورکړ، ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نه شي، بلکې تلپاتې ژوندون به ولري. ۱۷خدای خپل زوی نړۍ ته د دې دپاره نه دی رالېږلی چې خلک محکوم کړي، بلکې د دې دپاره یې رالېږلی چې هغوی وژغوري.

۱۸که چېرې څوک د خدای په زوی باندې ایمان راوړي، نو هغه به د خدای له خوا محکوم نه شي. خو که چېرې څوک ورباندې ایمان رانه وړي، نو هغه خو لا همدا اوس نه مجرم ګڼل شوی دی، ځکه چې هغه د خدای په یوازېني زوی باندې ایمان نه دی راوړی. ۱۹نو د خدای قضاوت دا دی: نړۍ ته رڼا راغلې وه، خو خلکو د رڼا نه تیاره غوره ګڼله، ځکه چې د هغوی عملونه خراب وو. ۲۰څوک چې بد کارونه کوي هغوی د رڼا نه کرکه کوي او ځان ترې لېرې ساتي، ځکه چې وېریږي چې بد کارونه یې ښکاره نه شي. ۲۱خو څوک چې سم کارونه کوي هغه د رڼا خواته ورځي، ترڅو په ښکاره ولیدل شي چې هغوی هغه کارونه کوي چې خدای یې غواړي.»

عیسی او یحیی

۲۲له هغې وروسته عیسی د خپلو شاګردانو سره د یهودیې سیمې ته لاړ او د یو څه وخت دپاره د هغوی سره هلته پاتې شو او خلکو ته یې د تعمید غسل ورکاوه. ۲۳یحیی هم سالیم ته نژدې په عینون کې خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، ځکه چې په هغه ځای کې اوبه ډېرې وې. خلک هغه ته ورتلل او هغه ورته د تعمید غسل ورکاوه. ۲۴(ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې یحیی لا په زندان کې نه ؤ اچول شوی.)

۲۵په دې وخت کې د یحیی د ځینو شاګردانو او یو سړي ترمنځ د پاکوالي د مراسمو د موضوع په سر بحث راپورته شو. ۲۶نو بیا هغوی یحیی ته ورغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، تا سره چې د اردن د سیند په بله غاړه کوم سړی ؤ چې د هغه په هکله دې شاهدي ورکړې وه، هغه دلته دی او د تعمید غسل ورکوي او ټول خلک ورته ورځي.» ۲۷یحیی په ځواب کې وویل: «انسان نه شي کولای چې کوم څه لاسته راوړي، ترڅو چې خدای یې ورته ورنه کړي. ۲۸تاسو خپله د دې شاهدان یئ چې ما وویل: ‹زه مسیح نه یم، خو د هغه نه مخکې رالېږل شوی یم.› ۲۹ناوې د زوم وي. د زوم ملګری چې په څنګ کې یې ولاړ وي او د هغه خبرې اوري، نو د زوم د اواز په اورېدلو سره خوشحالیږي. په همدې ډول زما خوشحالي هم پوره کیږي. ۳۰هغه باید ډېر لوی شي او زه وړوکی شم.»

هغه څوک چې د اسمان نه راځي

۳۱څوک چې له پاس نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی او څوک چې د دې نړۍ دی هغه په دې نړۍ پورې اړه لري او د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي. څوک چې د اسمان نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی. ۳۲هغه چې څه لیدلي او اورېدلي د هغو په هکله شاهدي ورکوي، خو هېڅوک د هغه په خبرو باندې باور نه کوي. ۳۳هرڅوک چې د هغه شهادت قبول کړي، نو په دې اقرار کوي چې خدای رښتینی دی. ۳۴ځکه څوک چې د خدای له خوا رالېږل شوی وي هغه د هغه پیغام په هکله خبرې کوي چې د خدای له خوا راځي، ځکه چې خدای ورته د اندازې نه زیات خپل روح ورکوي. ۳۵پلار د خپل زوی سره مینه کوي او د ټولو شیانو واک یې ورته ورکړی دی. ۳۶څوک چې په زوی باندې ایمان راوړي نو هغه تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی نه اطاعت ونه کړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ونه ویني، بلکې د خدای غضب به تل ورباندې وي.