د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

درېم باب

حضرت عيسىٰ او نيکوديموس

۱په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو. ۲هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“ ۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“ ۴نيکوديموس هغۀ ته ووئيل، ”نو بيا دا څنګه ممکنه ده چې يو سړے چې بوډا وى نو هغه به بيا څنګه پېدا شى؟ ولې څوک په دوېم ځل د مور ګېډې ته ورننوتے شى څۀ او بيا پېدا کېدے شى؟“ ۵عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى. ۶چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے. ۷زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه. ۸هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“ ۹نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“ ۱۰عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟ ۱۱زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ. ۱۲کۀ چرې تاسو زما عام خبرې نۀ منئ، نو کۀ زۀ درته آسمانى خبرې وکړم نو تاسو به يې څنګه ومنئ؟ ۱۳هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم. ۱۴لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى، ۱۵دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى. ۱۶خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى. ۱۷خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى. ۱۸څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو. ۱۹او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو. ۲۰هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى. ۲۱خو څوک چې نېک کارونه کوى هغوئ رڼا ته راځى دپاره د دې چې دا ترې څرګند شى چې د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په وسيله دى.“

حضرت عيسىٰ او حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے

۲۲پس د دې نه عيسىٰ سره د مريدانو يهوديه ته لاړو او د هغوئ سره هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو او خلقو ته يې بپتسمه ورکوله. ۲۳يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله. ۲۴دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو. ۲۵د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو. ۲۶نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“ ۲۷يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى. ۲۸تاسو ته ښۀ پته ده چې ما وئيلى وُو چې زۀ مسيح نۀ يم، زۀ خو د هغۀ نه وړاندې رالېږلے شوے يم. ۲۹ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى. ۳۰هغه به ضرور لوئ او زۀ به ورکوټے شم.

هغه څوک چې له آسمان نه راځى

۳۱هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى. ۳۲هغۀ چې څۀ ليدلى او اورېدلى دى د هغې ګواهى کوى، خو هيڅوک هم د هغۀ ګواهى نۀ منى. ۳۳چا چې د هغۀ ګواهى ومنله نو هغۀ د دې خبرې اِقرار وکړو چې خُدائ پاک رښتينے دے. ۳۴ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى. ۳۵پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“