۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

څوارلسم باب

حضرت عيسىٰ پلار ته د ورتلو لار ده

۱”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ. ۲زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ ۳او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ۴او تاسو ته د هغې لارې پته ده کوم ځائ ته چې زۀ روان يم.“ ۵توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“ ۶عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے. ۷کۀ تاسو زۀ پېژندلے نو تاسو به زما پلار هم پېژندلو. د هم اوس نه تاسو هغه پېژنئ او ليدلے مو دے.“ ۸فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“ ۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟ ۱۰په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى. ۱۱په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ. ۱۲زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم. ۱۳تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى. ۱۴کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم.

د روحُ القُدس وعده

۱۵کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ. ۱۶او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. ۱۷هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى. ۱۸زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم. ۱۹لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ۲۰په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم. ۲۱څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“ ۲۲بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“ ۲۳عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو. ۲۴څوک چې ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى، او دا کلام چې تاسو يې اورئ دا زما نۀ دے بلکې دا د پلار کلام دے چا چې زۀ رالېږلے يم. ۲۵ترڅو چې لا زۀ تاسو سره يم ما تاسو ته دا هر څۀ وفرمائيل. ۲۶خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى. ۲۷زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. ۲۸تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے. ۲۹ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ. ۳۰زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته. ۳۱زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم. نو راځئ چې د دې ځائ نه ځو.“