د حضرت يوايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

د مالِک خُدائ د قيامت ورځ

۱په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده. ۲دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى. ۳د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى. ۴هغوئ په ليدلو کښې د آسونو په شان ښکارى، او هغوئ د جنګى آسونو په شان منډې وهى. ۵د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى. ۶د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے. ۷هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى. ۸هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى. ۹هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى. ۱۰هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى. ۱۱مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟

د توبې ويستلو حُکم

۱۲مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ. ۱۳د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى. ۱۴چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ. ۱۵په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ. ۱۶ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ. ۱۷هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“

د مالِک خُدائ جواب ورکول

۱۸نو بيا به مالِک خُدائ په خپل مُلک غېرت وکړى، او په خپلو خلقو باندې به مهربان شى. ۱۹مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم. ۲۰زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى. ۲۱اے زمکې، مۀ يرېږه، خوشحالى وکړه او خوشحاله اوسه، يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى. ۲۲اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى. ۲۳اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى. ۲۴درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“ ۲۵مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو. ۲۶تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى. ۲۷نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.

مالِک خُدائ د خپل روح رالېږلو وعده کوى

۲۸د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى. ۲۹په دې ورځو کښې به زۀ هم په نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح نازل کړم. ۳۰زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم. ۳۱نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى. ۳۲خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.