۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت ايُوب کِتاب

پينځم باب

۱آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟ ۲په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى. ۳ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى. ۴د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى. ۵اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى. ۶ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى، ۷خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى. ۸کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے. ۹هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بې‌شمېره عجيبه کارونه کوى. ۱۰هغه په زمکه باندې باران ورَوى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى، ۱۱چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى. ۱۲هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى. ۱۳هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى. ۱۴د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى. ۱۵خو هغه ضرورتمند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى. ۱۶نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بې‌اِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى. ۱۷چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ. ۱۸کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى. ۱۹هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى. ۲۰په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى. ۲۱تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ. ۲۲په تباهۍ او قحط پورې به تاسو خندا کوئ، او د زمکې د ځنګلى ځناورو نه به نۀ يرېږئ. ۲۳تاسو چې کوم پټى کَرئ نو په هغې کښې به کاڼى نۀ وى، او ځنګلى ځناور به په تاسو حمله نۀ کوى. ۲۴تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى. ۲۵تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بې‌شمېره لکه په زمکه چې واښۀ وى. ۲۶تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى. ۲۷ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت دے. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“