د ایوب کتاب

دوه ویشتم فصل

درېمه وینا

(٢٢:‌۱ - ٢۷:‌٢٣)

الیفاز وایي چې ایوب باید خدای ته رجوع وکړي

۱ بیا الیفاز چې د تیمان د ښار څخه ؤ، ځواب ورکړ:

۲ ایا داسې څوک شته حتی عقلمن تر ټولو

چې خدای ته ورسوي کومه ګټه؟

۳ ایا ستا ښه کارونه خوشحالوي مطلق قادر؟

یا بې‌عیبي ستا هغه ته رسوي څه ګټه؟

۴ ایا خدای د دې په خاطر رټي او محاکمه کوي تا

ځکه وېرېږې ته د هغه څخه؟

۵ نه، دا ځکه چې تا کړې ډېره ګناه ده

دا نتیجه ده ستا د ټولو بدو کارونو

۶ خپل پوروړي ورور څخه تا

په ګرو واخیستل کالي د هغه

تا پرېنښود هېڅ شی ورسره چې یې واغوندي

۷ تا ورنه کړلې اوبه ستړو ته

تا ورنه کړل خواړه وږیو ته

۸ د خپل قدرت او خپل مقام څخه دې کار واخیست

د دې دپاره چې ونیسې ټوله ځمکه

۹ تا نه یوازې انکار وکړ د مرستې نه د کونډو سره

او تا لوټ کړل یتیمان هم او ودې کړ بد چلند ورسره

۱۰ نو اوس دامونه دي ستا ګردچاپېره

راځي په تا باندې ناڅاپه وېره له هرې خوا نه

۱۱ دومره تیاره شوه چې ته لیدلی نه شې هېڅ

او ډوبوي دې سېلابونه

۱۲ په اسمانونو کې دی خدای

له جګو جګو ستورو پورته دی

چېرته چې هر څه شي لیدلی هغه

۱۳ او بیاهم وایې خدای په څه پوهیږي؟

هغه دی پټ په تورو ورېځو کې

څنګه کولای شي هغه چې قضاوت وکړي

په مونږ باندې؟

۱۴ فکر کوې چې تورې ورېځې

به کړي سترګې د هغه پټې

چې اسمان کې وهي کله قدمونه هغه

۱۵ ایا لرې ته اراده چې شې روان په هغو لارو

چې پرې تللي بدکاران دي؟

۱۶ هغوی مړه شول کله چې وو لا ځوانان

سېلابونو یووړ د ژوند تهداب د هغوی

۱۷ دا هغه خلک وو چې ویل یې خدای ته

چې مونږ یوازې پرېږده

هېڅ نه شي کولای قادر مطلق په مونږ باندې

۱۸ او بیا هم هغه خدای ؤ چې کړل یې نېکمرغه هغوی

خو زه نه پوهېږم په خیالونو د هغو بدکارانو

۱۹ ښه خلک وي خوشحاله او بې‌ګناه خلک خاندي

چې کله ګوري چې بد خلک مومي سزا

۲۰ هغوی به وایي چې وړل کیږي به له منځه بدکاران

او اور سوځوي هر څه چې پاتې کیږي ترې

۲۱ اوس ایوبه ته د خدای سره پخلا شه

او ورسره مه کړه چلند لکه دښمن په شان

بیا به درکړي برکتونه هغه

۲۲ کړه قبولې لارښوونې د هغه

په زړه کې ځای ورکړه د هغه خبرو ته

۲۳ که ته وکړې رجوع مطلق قادر ته

او ستا په کور کې چې کیږي ټول بد کارونه بس کړې

۲۴ که لېرې وغورځوې خپل سره زر دې

او سیند ته وغورځوې خپل قیمتي سره زر

۲۵ پرېږده چې وي ستا سره زر قادر مطلق

پرېږده چې وي هغه د ستا دپاره د سپینو زرو انبار

۲۶ نو بیا به په مطلق قادر باندې کوې توکل

او شې به پوه چې درکړې خوشحالي ده خدای

۲۷ کله چې ته کوې دعا کړي به قبوله ستا دعا هغه

او ته به پوره کړې خپل نذرونه

۲۸ په هر کار کې بریالی به یې ته

او ستا په لاره کې ځلیږي به رڼا

۲۹ ذلیل کوي خدای مغرور خلک

او عاجزان ژغوري

۳۰ هغه به وژغوري تا که بې‌ګناه یې ته

که ستا عمل وي سم