د ایوب کتاب

نولسم فصل

د ایوب دفاع کوونکی ژوندی دی

۱ بیا ایوب ځواب ورکړ:

۲ ځوروئ به مې ترڅو پورې

او ماتوئ به زما زړه په دې خبرو باندې؟

۳ تاسو کړی سپکاوی دی زما په څو څو ځلې

تاسو شرمېږئ هم نه چې کوئ داسې چلند راسره؟

۴ که ما کړی غلط کار هم وي

دررسولی یې څه زیان تاسو ته؟

۵ فکر کوئ تاسو چې یئ بهتر له ما نه

او زما تکلیفونه ګڼئ زما د ګناه ثبوت

۶ خو باید پوه شئ تاسو چې خدای کړې غلطي راسره

ما ته یې ایښی دی دام چې مې راګېر کړي

۷ زه اعتراض کړم د هغه په ظلم

خو نه نیسي غوږ راته څوک

غوږ نه نیسي څوک زما فریاد ته د کومک دپاره

نو نشته انصاف زما دپاره

۸ خدای راته لاره کې دېوال جوړ کړی او تېرېدلی نه شم

پټه کړې په تیاره کې زما لار ده هغه

۹ هغه اخیستی دی عزت زما نه

او له منځه وړی یې شهرت دی زما

۱۰ راغورځوي مې هغه له هرې خوا نه او زه به مړ شمه زر

هغه وړي له منځه هیله زما لکه ونه چې راولویږي له بېخه

۱۱ خدای په قهر او په غضب دی په ما

هغه چلند کوي زما سره د خپل دښمن په شان

۱۲ هغه رالېږي خپل لښکر چې حمله وکړي په ما

هغوی کیندي مرچلونه او کلابندوي خېمه زما

۱۳ خدای لېرې کړي دي خپلوان له ما نه

چې پېژندلم زه چا اوس یم پردی هغوی ته

۱۴ زه پریښی یم خپلوانو

او هېر کړی یم نژدې دوستانو

۱۵ زما د کور مېلمانه او زما وینځې ما نه پېژني

د هغوی نظر کې زه پردی شوی یمه

۱۶ کله چې غږ کوم خپل خدمتګار ته نه راکوي ځواب

چې ورته وکړمه زارۍ هم د کومک دپاره نه راکوي ځواب

۱۷ زغملی نه شي زما ښځه بوی د خولې زما

او ورونه مې هم نه غواړي چې رانژدې شي راته

۱۸ ما ته په سپکه سترګه ګوري کوچنیان هم

او راپورې خاندي چې کله ویني ما

۱۹ راڅخه کرکه کوي زما نژدې ملګري

ما چې د چا سره کوله مینه زما په ضد دي هغوی

۲۰ په ما کې نه دي پاتې څه

بې له پوستکي او هډوکو څخه

زه تښتېدلی یم له مرګه په سختۍ سره

۲۱ ای ملګرو زما وکړئ رحم په ما

ځکه زه وهلی یمه خدای وکړئ رحم په ما

۲۲ ځوروئ مې ولې لکه د خدای په شان؟

تاسو چې راکړ دا عذاب ایا بس نه دی هغه؟

۲۳ کاشکې په یاد وساتي زما خبرې یو څوک

او هغه ولیکي په یو کتاب کې

۲۴ یا ولیکي تیږې باندې زما خبرې په اوسپنیز قلم

او داسې یې ولیکي چې پاتې شي تل

۲۵ خو زه پوهېږم چې موجود دی خلاصوونکی زما

چې راځي به اخر چې دفاع وکړي زما

۲۶ حتی که چېرې له منځه یوسي

دا ناروغي زما د پوستکي

خو زه به ووینمه خدای په همدې بدن

۲۷ زه به وګورم هغه په خپله

او هغه به ووینم په خپلو سترګو

زه په ارمان یمه د هغې شېبې

۲۸ که تاسو وایئ څنګه به ورکړو مونږ هغه ته عذاب

ځکه هغه راوستی په خپل ځان باندې په خپله تکلیف؟

۲۹ نو باید ووېرېږئ د خدای له تورې

هغه توره چې نازلوي د خدای غضب

ترڅو پوه شئ چې وبه شي قضاوت