۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځم باب

د يروشلم ګناهونه

۱د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم. ۲کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى. ۳اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو. ۴نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بې‌وقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى. ۵نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو. ۶نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى. ۷مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ څنګه تاسو معاف کړم؟ ستاسو بچو زۀ پرېښے يم او دوئ په هغه معبودانو يقين وکړو چې په حقيقت کښې هغه رښتينى نۀ دى. کۀ څۀ هم ما د هغوئ ټول ضرورتونه پوره کړل، خو هغوئ لکه د بې‌وفا ښځې په شان زنا وکړه او د چکلې مخې ته يې قطارونه جوړ کړل. ۸دوئ لکه د ښۀ څربه مستو آسونو په شان دى چې هر يو د خپل ګاونډى د ښځې پسې هڼيږى.“ ۹مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟ ۱۰لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“ ۱۱مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بې‌وفائى او خيانت کړے دے.“

مالِک خُدائ اِسرائيل رد کړل

۱۲دوئ د مالِک خُدائ په حقله دروغ ووئيل او وائى، ”هغه به مونږ سره هيڅ هم نۀ کوى. په مونږ به مصيبت نۀ راځى. قحط او جنګ به هم په مونږ باندې نۀ راځى.“ ۱۳دوئ وائى، ”پېغمبران هسې فضول خبرې کوى او دوئ سره د خُدائ پاک له طرف نه پېغام نشته. د کوم مصيبت نه چې مونږ يروى هغه دې په دوئ باندې په خپله راشى.“ ۱۴نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى. ۱۵مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې. ۱۶د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى. ۱۷هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى. ۱۸مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. ۱۹اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“

د يعقوب اولاد ته اعلان

۲۰مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه، ۲۱اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ. ۲۲مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے. ۲۳خو زما قوم سرکشه او د ضدناکو زړونو لرونکى دى. دوئ زما نه واوړېدل او زۀ يې پرېښودلم. ۲۴دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى. ۲۵ستاسو غلطيانو تاسو د دې عجيبه برکتونو نه محرومه کړئ. ستاسو ګناهونو تاسو د دې ښۀ څيزونو نه منع کړئ. ۲۶زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى. ۲۷لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى، ۲۸ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى. ۲۹نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟ ۳۰کوم کارونه چې په دې مُلک کښې وشو هغه خراب او قابل نفرت دى. ۳۱پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“