د حضرت يرمياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو وفادارى رايادوى

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او راته يې وفرمائيل چې، ۲”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ. ۳په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“

د بنى اِسرائيلو د پلار نيکۀ ګناه

۴اے د يعقوب اولاده، اے د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ. ۵مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بې‌کاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بې‌کاره شول. ۶هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“ ۷ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو. ۸اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“

د مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف اِلزام

۹مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم. ۱۰مغرب طرف ته د سمندر په بله خوا کښې د قبرص جزيرې ته لاړ شه او وګوره، او د مشرق طرف ته د قيدار مُلک ته څوک ولېږه چې په غور سره لټون وکړى چې آيا د دې نه وړاندې هم داسې کار شوے دے؟ ۱۱تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بې‌فائدې بُتانو عبادت وکړو. ۱۲اے آسمانونو تاسو خوف زده شئ او پرېشانه شئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ۱۳”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“

د بې‌وفائى نتيجه

۱۴”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟ ۱۵هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل. ۱۶د دې نه علاوه، د ميمفِس او د تحفنحيس خلق راغلل او ستاسو سرونه يې وخرائېل او غلامان يې جوړ کړئ. ۱۷اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو. ۱۸نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ ۱۹ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

د مالِک خُدائ عبادت پرېښودل

۲۰”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه. ۲۱ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟ ۲۲کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده. ۲۳”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى، ۲۴تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى. ۲۵نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بې‌فائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“

بنى اِسرائيل به وشرميږى

۲۶”اے بنى اِسرائيلو ستاسو ټول قوم او بادشاهان، مشران، اِمامان، او نبيان داسې شرمنده شئ لکه څنګه چې يو غل ونيولے شى او شرمنده وى. ۲۷دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه. ۲۸نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“ ۲۹مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو بيا تاسو ولې په ما اِلزام لګوئ؟ تاسو ټولو زما خلاف سرکشى کړې ده. ۳۰ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل. ۳۱اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟ ۳۲ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم. ۳۳د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى. ۳۴ستاسو لمن د بې‌ګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود ۳۵بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بې‌ګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بې‌ګناه يم.“ ۳۶تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې. ۳۷تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“