د اشعیا نبي کتاب

څلورم فصل

۱ کله چې هغه ورځ راشي، نو اووه ښځې به د یو سړي لمن ونیسي او ورته به ووایي: «مونږ په خپله د خپلو ځانونو دپاره خوراک او کالي تیاروو، یوازې غواړو چې ته زمونږ مېړه اوسې، ترڅو له دې شرمه وژغورل شو چې مونږ واده شوې نه یو.»

اورشلیم به بیا ودان شي

۲ هغه ورځ راتلونکې ده چې څښتن به د دې وطن هر بوټی او ونه لویه او ښایسته کړي او هغه حاصلات چې ځمکه یې ورکوي هغه به د هغو ټولو اسراییلیانو دپاره چې ژوندي پاتې کیږي، د ویاړ او عزت سبب شي. ۳ هغه خلک چې په صهیون کې پاتې شوي دي او لیکل شوي دي چې په اورشلیم کې به ژوندي واوسي، نو هغوی به سپېڅلي وګڼل شي. ۴ له دې نه مخکې به څښتن د اسراییلو د قوم په هکله قضاوت وکړي او هغه به پاک کړي او د اورشلیم ګناهونه او هغه وینه چې هلته توی شوې ده، هغه به ووینځي. ۵ بیا به څښتن د صهیون په غره باندې او په هغو ټولو خلکو باندې چې په هغه ځای کې راټولیږي، د ورځې له خوا ورېځ او د شپې له خوا به ورباندې لوګی او د اور ځلېدونکې لمبې نازلې کړي. دا به د دې جلالي ځای دپاره یو پوښ وي. ۶ د هغه جلال به په ښار باندې د جونګړې په شان سیوری جوړ کړي چې د ورځې له ګرمۍ نه او همدارنګه د توفان او باران څخه یې خوندي وساتي او د هغه څخه به د امن ځای جوړ کړي.