د حضرت هوسيع نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

۱هغه وخت په خپلو وروڼو باندې ”عمى“ يعنې ”زما خلق“ او خپلو خوېندو باندې ”رحامه“ يعنې ”چې په چا رحم شوے وى“ نومونه کېږدئ.

بې‌وفا جُمر او بې‌وفا بنى اِسرائيليان

۲”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى. ۳ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم. ۴زۀ به د هغې په بچو رحم نۀ کوم، ځکه چې هغوئ حراميان دى. ۵او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“ ۶نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى. ۷هغه به په خپلو عاشقانو پسې منډې وهى خو هغه به نۀ شى وررسېدے. هغه به خپل عاشقان لټوى خو پېدا به يې نۀ کړى. نو بيا به هغه ووائى، ”زۀ خپل خاوند له واپس ورځم. مخکښې زما ژوند د اوس نه ډېر ښۀ وو.“ ۸هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل. ۹نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم. ۱۰زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے. ۱۱زۀ به د هغې ټول اخترونه ختم کړم، زۀ به د هغې مياشتنۍ او د کال او د سبت د ورځې خوشحالۍ ختمې کړم او د هغې نور ټول اخترونه به ختم کړم. ۱۲زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى. ۱۳زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.

د مالِک خُدائ د خپل قوم سره مينه

۱۴خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم. ۱۵هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله. ۱۶مالِک خُدائ فرمائى، نو په هغه ورځ به ما ته ”خپل خاوند“ ووائې او نور به ما ته ”مالِک بعل“ نۀ وائې. ۱۷ځکه چې زۀ به د بعل معبودانو نومونه ستا د خولې نه لرې کړم، او بيا به هيڅکله د هغوئ د نومونو ذکر ستا په خولۀ نۀ وى. ۱۸په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى. ۱۹زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم. ۲۰زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۱مالِک خُدائ فرمائى، په هغه وخت کښې به زۀ د آسمان واورم او وريځې به پېدا کړم، او آسمان به د زمکې واورى او باران به وۀ وروم. ۲۲زمکه به د غلې، انګورو او د زيتُونو د ونو واورى او تنده به يې مړه کړى، او دا ټول څيزونه به د يزرعيل وادۍ ته برکت ورکړى. ۲۳په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“