د عبرانيانو په نوم خط

پينځم باب

۱هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى. ۲او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے. ۳نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى. ۴او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو. ۵دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ ۶لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“ ۷کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو. ۸اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه. ۹نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو. ۱۰او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.

د ګمراه کېدو خلاف خبردارے

۱۱په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ. ۱۲نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک. ۱۳ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى. ۱۴خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.