د حضرت حجى نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

د مالِک خُدائ د نوى کور وعده شوے شان او شوکت

۱د اوومې مياشتې په يويشتمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو چې، ۲”زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ ته چې د يهوداه حکمران دے، يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ دے، او د مالِک خُدائ پاتې شوى خلقو ته ووايه. هغوئ نه تپوس وکړئ، ۳په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟ ۴خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ۵لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ. ۶مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم. ۷زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۸سپين زر زما دى او سرۀ زر هم زما دى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۹د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“

د ناپاکو خلقو دپاره برکت

۱۰په څليريشتمه ورځ د نهمې مياشت، د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو، ۱۱”مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، اِمامانو نه تپوس وکړئ چې شريعت په دې حقله څۀ فرمائى. ۱۲کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“ ۱۳بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“ ۱۴بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى. ۱۵د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟ ۱۶کله چې تاسو د غلې د شلو بورو په اُميد راغلى وئ، نو هلته صرف لس بورۍ وې. کۀ څوک د ميو چاټۍ ته راغلو چې سل ليټره ترې راوباسى، او هلته صرف پنځوس ليټره وې. ۱۷ما ستاسو د لاس په ټولو کارونو، تِليا او پپونکې او ږلۍ راوسته. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ، مالِک خُدائ دا فرمائى. ۱۸تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ، ۱۹زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“

زرُبابل سره د مالِک خُدائ وعده

۲۰په هم هغه ورځ د هغې مياشتې په څليريشتمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په دوېم ځل په حجى نازل شو چې، ۲۱”زرُبابل ته ووايه چې د يهوداه حکمران دے چې زۀ به آسمان او زمکه وخوځوم. ۲۲زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى. ۲۳مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتى‌اېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“