۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

څوارلسم باب

د حضرت ابرام حضرت لوط راخلاصول

۱ په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال، ۲ د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه. ۳ دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے. ۴ دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو. ۵ يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو، ۶ او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو. ۷ بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل. ۸ د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو. ۹ پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو. ۱۰ مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل. ۱۱ دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل. ۱۲ د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل. ۱۳ خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله. ۱۴ چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو. ۱۵ هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو، ۱۶ او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.

د مَلِک‌صِدق حضرت ابرام له برکت غوښتل

۱۷ چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے). ۱۸ او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل، ۱۹ هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى. ۲۰ ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه. ۲۱ د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“ ۲۲ ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، ۲۳ چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو. ۲۴ زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“