۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

دولسم باب

د خُدائ پاک د حضرت ابرام غوښتل

۱په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم. ۲زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى. ۳زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“ ۴چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو. ۵ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل، ۶ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.) ۷نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو. ۸د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو. ۹بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.

حضرت ابرام په مِصر کښې

۱۰او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى. ۱۱چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې. ۱۲کۀ د مِصر خلق تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى او تا به ژوندۍ پرېږدى. ۱۳هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“ ۱۴چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه. ۱۵نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله. ۱۶د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل. ۱۷خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون او د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته. ۱۸فِرعون ابرام راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟ ۱۹تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده او ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه او په خپله مخه ځه.“ ۲۰فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو او د خپلې ښځې او ټول مال سره يې د هغه مُلک نه بهر کړو.