د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

شريعت يا فضل

۱اے نادانو ګلتيانو، په تاسو چا کوډې جادو وکړو؟ ستاسو د سترګو په وړاندې عيسىٰ مسيح په سولۍ شو او تاسو ټولو يې تماشه وکړه. ۲زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟ ۳ولې تاسو دومره نادانه يئ چې د روحُ القُدس په وسيله مو شروع وکړه او اوس تاسو خپل مقصد په انسانى کوشش سر ته رسوئ څۀ؟ ۴ولې ستاسو ټول کړاونه فضول شُو؟ په يقين سره چې عبث نۀ شُو، ولې داسې نۀ ده څۀ؟ ۵نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟ ۶لکه څنګه چې اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو، او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو. ۷نو بيا پوهه شئ چې د چا چې په خُدائ پاک ايمان وى، هغوئ د اِبراهيم اولاد دى. ۸او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“ ۹نو په دې وجه چا چې ايمان راوړلو، د اِبراهيم سره يې د خپل ايمان په وسيله برکت بياموندلو. ۱۰ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“ ۱۱اوس دا خبره ښکاره ده چې د شريعت په وسيله هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې صادق کېدے نۀ شى، ځکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“ ۱۲بلکې د ايمان طريقه د شريعت د طريقې نه بدله ده، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“ ۱۳مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“ ۱۴دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېر‌يهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.

د خُدائ پاک د اِبراهيم سره وعده

۱۵زما وروڼو او خوېندو، زۀ درته د روزمره ژوند مثال درکوم. چې د يو کس د چا سره تړون وشى، نو بيا په کښې نۀ څۀ زياتېدے شى او نۀ څۀ منسوخ کېدے شى. ۱۶نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره. ۱۷زما مقصد دا دے، کوم شريعت چې څلور سوه دېرش کاله وروستو راغلو، دا هغه تړون نۀ ماتوى کوم چې خُدائ پاک د پخوا نه مقرر کړے وو او نۀ د هغۀ وعده ماتوى. ۱۸ځکه کۀ ميراث د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو به دا د وعدې په بنياد نۀ دے، خو خُدائ پاک اِبراهيم ته دا د وعدې په وسيله ورکړو. ۱۹نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو. ۲۰خو د مينځګړى ضرورت په هغه وخت راځى کله چې فريقېن د يو نه زيات شى، خو خُدائ پاک يو دے.

د شريعت مقصد

۲۱نو ولې شريعت د خُدائ پاک د وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅکله نه. ځکه چې کۀ داسې شريعت ورکړے شوے وے چې ژوند يې ورکولو نو بيا به صداقت د شريعت په وسيله راغلے وو. ۲۲خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى. ۲۳نو د ايمان د راتلو نه اول، مونږ په قېد کښې وُو او د شريعت د لاندې تر هغې څارل کېدو ترڅو چې په مونږ کښې ايمان څرګند شى. ۲۴په دې وجه شريعت د مسيح د راتلو پورې زمونږ څارونکے وو د دې دپاره چې مونږ د ايمان په وسيله صادق ثابت کړے شُو. ۲۵خو اوس چې ايمان راغلو نو مونږ نور د شريعت څارلو ته محتاج نۀ يُو، ۲۶ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ. ۲۷تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى. ۲۸په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ. ۲۹او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166