دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

نورو رسُولانو پولوس رسول قبُول کړو

۱څوارلس کاله پس زَۀ دَ برنبا سره بيا بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ تيطوس مے هم دَ ځان سره بوتلو. ۲اَؤ زما تلل دَ خُدائے دَ هدايت په مُطابق وُو، اَؤ دَ کُوم زيرى چه زَۀ په غير يهُوديانو کښے اِعلان کوم، هغه مے هغوئ ته بيان کړو، خو هغو کسانو ته ځان له لاړلم څوک چه دَ څۀ مرتبے خاوندان دى دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما دَ دے وخت يا پخوانئ منډے ترړے بے فائدے شى. ۳خو تيطوس هم څوک چه زما سره وو اَؤ يُونانى دے، هغه په سُنتولو مجبُور نۀ کړے شو. ۴خو ځنو دا وغوښتل اَؤ دا دَ هغه دروغژنو ملګرو په سبب وشول څوک چه په غلا داخل شوى وُو اَؤ په پټه راننوتى وُو، دَ دے دَ پاره چه هغه آزادى کُومه چه مُونږ ته دَ عيسىٰ مسيح په يووالى کښے حاصله ده، دَ جاسُوسانو په طور معلُومه کړى اَؤ مُونږ بيا غُلامان کړى. ۵دَ هغوئ تابعدارى مُونږ يو ساعت له هم ونۀ منله دَ دے دَ پاره چه دَ زيرى رښتينوالے په تاسو کښے قائم پاتے شى.

۶اَؤ کُوم خلق چه دَ مرتبے خاوندان حسابيدل، هغه که هر څنګه چه وُو، زما ورسره هيڅ کار نِشته ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى، دَ هغوئ نه زما په زيرى کښے هيڅ زياتوالے رانۀ غے. ۷خو دَ دے برعکس هر کله چه هغوئ وليدل چه څۀ رنګ يهُوديانو ته دَ زيرى ورکولو کار پطروس ته حواله شو، دغه شان غيرو قومُونو ته زيرے ورکول ما ته وسپارلے شو. ۸ځکه چه خُدائے چه په پطروس کښے دَ يهُوديانو دَ رسالت دَ پاره اثر وکړو، هغه هم دَ غيرو قومُونو دَ رسالت دَ پاره په ما کښے اثر وکړو. ۹اَؤ هر کله چه هغوئ دا توفيق معلُوم کړو کُوم چه ما ته راکړے شوے وو نو يعقُوب اَؤ پطروس اَؤ يوحنا څوک چه دَ جماعت غړى ګڼلے شول، ما ته اَؤ برنبا ته خپل ښئ لاس راکړو اَؤ ځان سره ئے شريک کړُو، دَ دے دَ پاره چه مُونږ غيرو قومُونو ته لاړ شُو اَؤ هغوئ يهُوديانو ته. ۱۰اَؤ تش دا قدر ئے راته ووئيل چه خواران ياد ساته، ولے زَۀ پخپله دَ دغه کار په کوشِش کښے وم.

په اَنطاکيه کښے دَ پولوس پطروس رټل

۱۱خو کله چه پطروس اَنطاکيه ته راغے نو ما مخ په مخه دَ هغۀ مُخالفت وکړو ځکه چه هغه ملامت وو. ۱۲ځکه چه دَ يعقُوب له طرف نه دَ يو څو سړو دَ راتلو نه وړُومبے هغۀ دَ غيرو يهُوديانو ورُوڼو سره ډوډئ خوړه، خو چه هغوئ راغلل نو په ډډه شو ځکه چه له هغوئ نه ويريدو څوک چه غواړى چه غير يهُوديان وروڼه هم سُنت شى. ۱۳اَؤ نورو يهُودى ورُوڼو هم دَ هغۀ په مرسته کښے رياکارى راواخسته تر دے چه برنبا هم دَ هغوئ سره په رياکارئ کښے ملګرے شو. ۱۴خو هر کله چه ما وليدل چه هغوئ دَ زيرى دَ رښتينوالى په مُطابق په نيغه لار نۀ ځى نو ما دَ ټولو په وړاندے پطروس ته ووئيل چه ”تۀ چه يهُودى يئے دَ غيرو يهُوديانو په شان ژوند تيروے، نۀ چه دَ يهُوديانو په شان، نو بيا ولے غير قومُونه دَ يهُوديانو په شان ژوند تيرولو ته مجبُوروَے؟“

يهُوديان اَؤ غير يهُوديان به دَ ايمان په وسيله بچ کيږى

۱۵سره دَ دے چه مُونږ پيدائشى يهُوديان يُو اَؤ دَ ګُناه ګارو غيرو يهُوديانو نه نۀ يُو، ۱۶خو بيا هم په دے پوهيږُو چه سړے دَ شريعت په عملُونو نه، بلکه صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادِق کيږى، نو په خپله مو هم په عيسىٰ مسيح ايمان راؤړو دَ دے دَ پاره چه مُونږ په مسيح باندے په ايمان راوړلو صادِق شُو، نۀ چه دَ شريعت په عملُونو، ځکه چه دَ شريعت په عملُونو يو سړے هم صادِق کيدے نۀ شى. ۱۷اَؤ مُونږ څوک چه دَ مسيح په وسيله صادِق کيدل غواړُو، که په خپله ګُناه ګار شُو نو آيا دَ دے سبب مو مسيح دے؟ هيڅ کله نه! ۱۸ځکه چه هغه څۀ چه ما ونړول که هغه بيا آباد کړم نو خپل ځان په خپله ګُناه ګاروم. ۱۹زما مطلب دا دے چه تر څو چه دَ شريعت سوال دے زَۀ مړ شوم، هو شريعت زَۀ مړ کړلم چه زَۀ اوس دَ خُدائے دَ پاره ژوند تير کړم. ۲۰زَۀ دَ مسيح سره په سولئ شوے يم اَؤ اوس زَۀ ژوندے نۀ يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اَؤ زَۀ چه اوس کُوم ژوندُون لرم نو دَ خُدائے په زوئے په ايمان راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے زما دَ خاطره ورکړو. ۲۱زَۀ دَ خُدائے فضل رد کوم نه، ځکه چه که صداقت دَ شريعت په وسيله په لاس راتلے نو بيا خو دَ مسيح مړ کيدل بے ځايه وُو!