۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت عزرا کِتاب

څلورم باب

د خُدائ پاک د کور د بيا جوړېدو مخالفت

۱د يهوداه او بنيامين د خلقو دشمنان د دې نه خبر شول چې کوم خلق د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور بيا جوړوى. ۲نو هغوئ د زرُبابل او د ډلو مشرانو سره مِلاوېدو له راغلل او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې به مونږ هم درسره ملګرى شُو. مونږ هم د هغه خُدائ پاک عبادت کوُو د کوم چې تاسو کوئ، مونږ هغۀ ته قربانۍ پېش کوُو د اسور بادشاه اسرحدون د وخت نه چا چې مونږ دلته د اوسېدو دپاره راولېږلو.“ ۳نو زرُبابل، يشوَع او د ډلو مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په کور جوړولو کښې ستاسو د مدد هيڅ ضرورت نشته. مونږ به دا په خپله جوړوُو هم هغه شان چې څنګه د فارس بادشاه خورس حُکم راکړے دے.“ ۴او چې کوم خلق په هغه مُلک کښې اوسېدل نو هغوئ دا کوشش کولو چې يهوديان بې‌حوصلې کړى او د مالِک خُدائ د کور جوړولو نه يې ويروى. ۵هغوئ د فارس د حکومت آفسرانو له د دې دپاره رشوت هم ورکولو چې د هغوئ خِلاف کار وکړى. هغوئ د فارس بادشاه خورس په ټوله بادشاهۍ کښې داسې کول او هغوئ د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ شروع کېدو پورې دا کار نۀ پرېښودو.

د يروشلم د بيا جوړېدو مخالفت

۶د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو. ۷يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو. ۸رحُوم حکمران او د صُوبې منشى شِمسى هم د يروشلم په حقله ارتخششتا بادشاه ته دا خط وليکلو، ۹”د حکمران رحُوم، د صُوبې منشى شِمسى، د هغوئ د ملګرو، قاضيانو او د نورو ټولو آفسرانو نه، کوم چې د عيلام په مُلک کښې د ارک، بابل او د سوسه سړى دى، ۱۰د هغه نورو خلقو په شمول کوم چې عظيم او عزتمند اسور‌بنى‌پال د خپلو کورونو نه بوتلل او د سامريه په ښار کښې او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته سامريه کښې په نورو ځايونو کښې يې دېره کړل.“ ۱۱په خط کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”د فرات سيند نمرپرېواتۀ په طرف د هغۀ د خِدمتګارانو نه، ارتخششتا بادشاه ته. ۱۲بادشاه سلامت، مونږ تا خبرول غواړُو چې هغه يهوديان کوم ستا د نورو علاقو نه راغلى دى هغوئ په يروشلم کښې دېره شوى دى او هغه خراب او سرکشه ښار بيا جوړوى. هغوئ د دېوالونو بيا جوړول شروع کړى دى او ډېر زر به يې تيار کړى. ۱۳بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى. ۱۴نو بادشاه سلامت، مونږ ستا وفادار يُو او مونږ نۀ غواړُو چې د بادشاه دې داسې بې‌عزتى وشى، نو دا ځکه مونږ بادشاه له دا خبر ورلېږلے دے، ۱۵چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو. ۱۶نو په دې وجه زمونږ دا يقين دے کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه مکمل شى، نو بادشاه سلامت، د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته صُوبه به ستا د قابو نه بهر شى.“ ۱۷نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه. ۱۸کوم خط چې تاسو رالېږلے دے هغه لوستلے شوے دے او زما په وړاندې ترجمه شوے دے. ۱۹ما حُکم وکړو چې تفتيش دې وکړے شى او دا خبره معلومه کړے شوې ده چې يروشلم بې‌شکه د پخوا نه د بادشاهانو خِلاف بغاوت کولو او دا د باغيانو او سرکشه خلقو نه ډک وو. ۲۰هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې. ۲۱نو په دې وجه تۀ به فرمان جارى کړې چې ترڅو پورې ما بل حُکم نۀ وى درکړے نو هغه خلق دې د ښار په جوړولو باندې کار بند کړى. ۲۲دا کار سمدستى وکړئ چې داسې زما فائدې ته نور تاوان ونۀ رسيږى.“ ۲۳نو څنګه چې د ارتخششتا بادشاه خط رحُوم، شِمسى او د هغوئ ملګرو ته ولوستلے شو، نو هغوئ يروشلم ته تېز لاړل او يهوديان يې دې ته مجبور کړل چې د ښار بيا جوړول بند کړى.

د خُدائ پاک کور دوباره جوړول

۲۴نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.