د عزرا کتاب

درېم فصل

د قربانۍ د مراسمو بیا پیل

۱کله چې اوومه میاشت راورسېدله، د اسراییلو قوم په خپلو ښارګوټو کې ځای په ځای شول. بیا هغوی ټول په اورشلیم کې په اتفاق سره راغونډ شول. ۲د یوصاداق زوی یشوع او د هغه ملګرو کاهنانو، د شالتي ییل زوی زروبابل او د هغه خپلوانو د اسراییلو د خدای د قربانۍ ځای بیا جوړ کړ، ترڅو هغوی وکولای شي د هغو حکمونو سره سم چې د خدای د نبي موسی په شریعت کې لیکل شوي وو، سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړي. ۳که څه هم راستانه شوي جلاوطني خلک د هغو خلکو څخه چې په هغه خاوره کې اوسېدل وېرېدل، خو هغوی هغه د قربانۍ ځای په خپل پخواني ځای کې بیا جوړ کړ. وروسته یې په هغه باندې د سهارنیو او ماښامنیو سوځېدونکو قربانیو څښتن ته وړاندې کول بیا پیل کړل. ۴هغوی د لیکل شوو اصولو سره سم د جونګړو اختر ولمانځه او هره ورځ یې د هماغې ورځې سوځېدونکې قربانۍ وړاندې کولې. ۵برسېره پر دې، هغوی عادي سوځېدونکې نذرانې، د نوې میاشتې قربانۍ او د څښتن د نورو ټولو ټاکل شویو سپېڅلو جشنونو قربانۍ وړاندې کړې او هغوی هغه نذرانې هم راوړلې چې څښتن ته به په خپله خوښه ورکول کېدلې. ۶که څه هم خلکو لا د عبادتځای د بیاجوړونې کار نه ؤ پیل کړی، هغوی د اوومې میاشتې په لومړۍ ورځ څښتن ته د سوځېدونکو نذرانو په وړاندې کولو پیل وکړ.

د خدای د کور د بیاجوړونې پیل

۷خلکو ګلکارانو او نجارانو ته پیسې ورکړې او همدارنګه یې د صور او صیدون ښارونو ته خواړه، څښاک او د زیتونو تېل ورولېږل چې د هغو په بدل کې د لبنان څخه د سبر ونې د دریاب له لارې یافا ته راوړل شي. دا کار د فارس د پاچا کوروش په اجازه وشو. ۸نو د دوهم کال په دوهمه میاشت وروسته له دې چې هغوی بېرته په اورشلیم کې هغه ځای ته راغلل چې مخکې په کې د خدای کور ؤ، په کار یې پیل وکړ. زروبابل، یشوع او د هغوی نور وطنداران، یعنې کاهنان او لاویان، او هغه ټول جلاوطني خلک چې بېرته اورشلیم ته راغلي وو، د هغوی سره په کار کې بوخت شول. هغه ټول لاویان چې عمرونه یې شل کاله او یا زیات وو د خدای د کور د بیاجوړونې د کار مسوولان وټاکل شول. ۹لاوي یشوع او د هغه زامن او خپلوان او قدمي ییل او د هغه زامن (چې د هودویا له طایفې څخه وو) سره یوځای شول چې د خدای د کور د بیاجوړونې مسوولیت په غاړه واخلي. (له هغوی سره د حیناداد د طایفې لاویانو مرسته کوله.)

۱۰کله چې معمارانو د خدای د کور بنیاد کېښود، کاهنانو چې چپنې یې اغوستې وې او په لاسونو کې یې سرني وو په خپلو ځایونو کې ودرېدل او هغه لاویان چې د اساف له طایفې څخه وو، د خپلو تالونو سره په هغه ځای کې ودرېدل. هغوی د داود د لارښوونې سره سم د څښتن ثنا وویله. ۱۱هغوی په خپل وار د ثنا په ویلو او شکرګزارۍ سره څښتن ته دا سندره ویله:

ځکه چې نېک دی څښتن

د هغه مینه ابدي ده اسراییلو سره

هغوی ټولو په لوړ اواز چیغې وهلې او د څښتن ثنا یې ویله، ځکه چې د څښتن د کور بنیاد ایښودل شوی ؤ. ۱۲ډېرو زړو کاهنانو، لاویانو او د طایفو مشرانو چې د خدای اولنی کور یې لیدلی ؤ، نو څنګه چې هغوی ولیدل چې د دې کور بنیاد ایښودل پیل شوي دي، هغوی په لوړ اواز ژړا وکړه. خو نورو خلکو له خوشحالۍ چیغې ووهلې. ۱۳هېچا د خوشحالۍ له چیغو او ژړا ترمنځ فرق نه شو کولای، ځکه چې هغوی داسې شورماشور جوړ کړی ؤ چې د ډېر لېرې ځای څخه اورېدل کېده.