د حضرت عزرا کِتاب

دوېم باب

د جلاوطنۍ نه راواپس شوو خلقو تفصيل

۱دا د يهوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزادېدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل. ۲د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو: ۳‏-۲۰د پرعوس د قبيلې شمېر دوه زره يو سل او دوه اويا کسان، د سفطياه د قبيلې شمېر درې سوه او دوه اويا کسان، د ارخ د قبيلې شمېر اووۀ سوه او پينځۀ اويا کسان، د يشوَع او يوآب د اولاد پخت موآب د قبيلې شمېر دوه زره اتۀ سوه او دولس کسان، د عيلام د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د زتُو د قبيلې شمېر نهۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د زکى د قبيلې شمېر اووۀ سوه او شپېتۀ کسان، د بانى د قبيلې شمېر شپږ سوه او دوه څلوېښت کسان، د ببى د قبيلې شمېر شپږ سوه او درويشت کسان، د عزجاد د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او دوويشت کسان، د ادونِقام د قبيلې شمېر شپږ سوه او شپږ شپېتۀ کسان، د بِګوئ د قبيلې شمېر دوه زره او شپږ پنځوس کسان، د عدين د قبيلې شمېر څلور سوه او څلور پنځوس کسان، اطير چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو د هغۀ د قبيلې شمېر دوه کم سل کسان، د بِضى د قبيلې شمېر درې سوه او درويشت کسان، د يوره د قبيلې شمېر يو سل او دولس کسان، د حاشوم د قبيلې شمېر دوه سوه او درويشت کسان، د جِبار د قبيلې شمېر پينځۀ کم سل کسان. ۲۱‏-۳۵هغه خلق هم راواپس شول چې د هغوئ پلار نيکۀ په دې ښارونو کښې اوسېدلى وُو: د بيت‌لحم ښار يو سل او درويشت کسان، د نطوفه ښار شپږ پنځوس کسان، د عنتوت ښار يو سل او اتۀويشت کسان، د عزماوت ښار دوه څلوېښت کسان، د قِريَت‌يعريم، کفيره او بيروت ښارونو اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، د راما او جبعه ښارونو شپږ سوه او يوويشت کسان، د مِکماس ښار يو سل او دوويشت کسان، د بيت‌ايل او عى ښارونو دوه سوه او درويشت کسان، د نبو ښار دوه پنځوس کسان، د مجبيس ښار يو سل او شپږ پنځوس کسان، د هغه بل عيلام ښار يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د حارِم ښار درې سوه او شل کسان، د لد، حاديد او اونو ښارونو اووۀ سوه پينځويشت کسان، د يريحو ښار درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د سناآه ښار درې زره شپږ سوه او دېرش کسان. ۳۶‏-۳۹دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع د اولاد يدعياه د قبيلې نهۀ سوه او درې اويا کسان، د اِمير د قبيلې يو زر او دوه پنځوس کسان، د فشحور د قبيلې يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت کسان، د حارِم د قبيلې يو زر او اوولس کسان. ۴۰‏-۴۲دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى‌اېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان. ۴۳‏-۵۴د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د ډلو تفصيل چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعها، فدون، لبانه، حجابه، عقوب، حجاب، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، اسناه، معُونيم، نفوسيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سِسيرا، تامح، نضياح او خطيفا. ۵۵‏-۵۷دا د سليمان د نوکرانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: سوطى، حسوفرت، فرودا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حِطيل، فوکرت‌هضبائم او امى. ۵۸د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د اولاد او د سليمان د نوکرانو د اولاد ټول شمېر اتۀ کم څلور سوه وو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. ۵۹‏-۶۰د دلاياه، طوبياه او د نقودا د ډلو شپږ سوه او دوه پنځوس کسان داسې وُو چې هغوئ د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او د اِمير ښارونو نه راواپس شول، خو هغوئ دا نۀ شول ثابتولے چې هغوئ د بنى اِسرائيلو اولاد دے. ۶۱‏-۶۲د اِمامانو دې ډلو داسې څۀ نسب‌نامه پېدا نۀ کړه چې هغوئ خپل پلار نيکۀ ثابت کړے وے، حباياه، هقوض او برزلى. د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ د جِلعاد د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر نوم يې په ځان اېښے وو. نو په دې وجه هغوئ نۀ شول ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو هغوئ اِمامان نۀ منظوره کېدل. ۶۳د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى. ۶۴‏-۶۷هغه ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېتۀ کسان وُو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. د هغوئ ښځې او نران نوکران اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش کسان وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه وُو، آسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش وُو، قچرې دوه سوه او پينځۀ څلوېښت وې، اوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش وُو، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل وُو. ۶۸کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى. ۶۹هغوئ چې د دې کار دپاره څومره نذرانې ورکولے شوې نو هغه هومره يې ورکړې او ټول پينځۀ سوه کلو سرۀ زر، دوه زره او اتۀ سوه کلو سپين زر او د اِمامانو دپاره سل چُوغې ورکړې. ۷۰اِمامان، ليويان او څۀ خلق په يروشلم کښې يا د دې سره نزدې دېره شول، موسيقاران، د مالِک خُدائ د کور څوکيداران او د مالِک خُدائ د کور خِدمتګاران په نزدې ښارونو کښې دېره شول، او باقى نور بنى اِسرائيليان په هغه ښارونو کښې دېره شول چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ اوسېدلى وُو.