چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ دې د اسراییلو د غرونو خواته راواړوه او د هغو په ضد نبوت وکړه ۳ او ووایه: ‹ای د اسراییلو غرونو، د څښتن تعالی خبرو ته غوږ ونیسئ! څښتن تعالی غرونو، غونډیو، تنګیو او درو ته داسې وایي چې زه به په خپله یوه توره ولېږم، ترڅو هلته د عبادت ځایونه وران کړي. ۴ ستاسو د قربانۍ ځایونه به وران شي او د خوشبویۍ د سوځولو ځایونه به مو ټوټې ټوټې شي. زه به ستاسو خلک د خپلو بتانو په مخکې ووژنم. ۵ زه به د اسراییلیانو مړي د هغوی د بتانو په مخکې وغورځوم او د هغوی هډوکي به د هغوی د قربانۍ د ځایونو په شاوخوا کې خواره واره کړم. ۶ د اسراییلو ښارونه چې تاسو په کې اوسېږئ، ټول به وران او د عبادت ځایونه به مو ویجاړ شي. په دې توګه ستاسو د قربانۍ ځایونه به وران او ناپاکه شي او بتان به مو ټوټې ټوټې شي. ستاسو د خوشبویۍ د سوځولو ځایونه به راچپه شي او کوم د عبادت شیان چې تاسو جوړ کړي دي هغه به له منځه لاړ شي. ۷ خلک به په هرځای کې وژل کیږي او څوک چې ژوندی پاتې شي، هغوی به بیا پوه شي چې زه څښتن یم.
۸ خو ستاسو څخه به ځینې خلک ژوندي پرېږدم. څوک چې د تباهۍ نه ژوندي پاتې دي، نو هغوی به د نورو قومونو په منځ کې خواره واره شي، ۹ هلته به هغوی د اسیرانو په توګه اوسیږي. په هغه ځای کې به ما یاد کړي او په دې به پوه شي چې هغوی زه د خپلو بېوفا زړونو له امله او دا چې زه یې پریښی یم او بتانو ته یې رجوع کړې ده، دردولی یم. هغوی به د خپلو د کرکې وړ کارونو له امله له خپلو ځانونو نه بېزاره شي. ۱۰ هغوی به په دې پوه شي چې زه څښتن یم او زما خبردارۍ هسې خوشې خبرې نه دي چې په هغوی باندې مې بلا نازله کړې ده.›
۱۱ څښتن تعالی داسې وایي: ‹حزقیاله، خپل لاسونه یو په بل ووهه او ځمکه په پښو ودربوه. د اسراییلو د قوم د بدو او د کرکې وړ عملونو له امله د قهر چیغې ووهه، ځکه هغوی به په جنګ، قحطۍ او وبا تباه شي. ۱۲ کوم خلک چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، هغوی به د وبا له امله مړه شي، هغه څوک چې په همدې نژدې ځایونو کې اوسیږي، هغوی به په جنګ کې ووژل شي او هغه څوک چې ژوندي پاتې کیږي، هغوی به د قحطۍ له امله مړه شي. په دې توګه به زه په هغوی خپل قهر او غضب سوړ کړم. ۱۳ کله چې د هغوی مړي د بتانو په منځ، د قربانۍ د ځایونو په شاوخوا، په هره غونډۍ، د هر غره په سر کې، د هرې شنې ونې او د څېړۍ د هرې لویې ونې لاندې او په هرځای کې چې دوی د خپلو بتانو د خوشحالولو دپاره سوځېدونکې قربانۍ وړاندې کوي پراته وي، نو هغه وخت به بیا پوه شئ چې زه څښتن یم. ۱۴ هو، زه به خپل لاس د هغوی د هېواد د ورانولو دپاره پورته کړم. زه به هغه د جنوبي دښتې نه د ربله تر ښاره پورې چې په شمال کې دی، وران او ویجاړ کړم. زه به هېڅ داسې کوم ځای پرېنږدم چې اسراییلیان په کې واوسیږي. بیا به هغوی په دې پوه شي چې زه څښتن یم.›»