د حزقیال نبي کتاب

اته دېرشم فصل

د جوج په ضد نبوت

۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ دې د جوج خواته چې د ماجوج د هېواد څخه دی او د ماشک او توبال پاچا دی، واړوه او د هغه په ضد نبوت وکړه. ۳ زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ګوره، ای جوجه، د ماشک او توبال پاچا، زه ستا دښمن یم. ۴ زه به تا راوګرځوم، ستا په ژامو کې به چنګکونه واچوم او تا به د خپلو ټولو لښکرو، اسونو او سپرو عسکرو سره چې شمېر یې ډېر زیات دی او ټول په زغرو، وړو او لویو سپرونو او تورو باندې سمبال دي، راوباسم. ۵ د هغوی سره به د فارس، ایتوپیا او لیبیا لښکرې وي چې د هغوی ټولو سره به سپرونه او د زغرو خولۍ‌ګانې وي. ۶ د جومر او د شمال د لېرې ځای نه د بیت‌توجرمه د وطنونو څخه به ټول جنګیالي د هغه سره وي، یعنې د ډېرو قومونو سړي به ورسره وي.›

۷ هغه ته ووایه: ‹تیار اوسه، ته او ستا ټولې شاوخوا لښکرې باید ستا تر قوماندې لاندې تیاری ونیسي. ۸ له ډېرو کلونو وروسته به زه تاته حکم درکړم چې په اسراییلو باندې حمله وکړې. دا به داسې هېواد وي چې خلک یې د جنګ نه وروسته ځای په ځای شوي وي. خلک به یې د ډېرو قومونو څخه راټول شوي وي او په هغو غرونو کې به واوسیږي چې ډېره موده وران او ویجاړ پراته وو. هغه وخت به هغوی ټول په امن کې ژوند تېر کړي. ۹ ته او ستا لښکر او ستا سره نور ډېر قومونه به لکه د توفان په شان حمله وکړئ او هغه وطن به لکه د ورېځې په شان پټ کړئ.›

۱۰ څښتن تعالی جوج ته داسې وایي: ‹کله چې هغه وخت راورسیږي، نو ستا ذهن ته به بد فکرونه راشي او یوه ناوړه نقشه به جوړه کړې. ۱۱ د ځان سره به ووایې چې په یو داسې بې‌وزله وطن باندې حمله کوم چې خلک یې په داسې ښارګوټو کې په امن او ارامۍ سره ژوند تېروي چې نه دېوالونه لري، نه دروازې او نه اړمونه. ۱۲ ته به هغه خلک لوټ او تالا کړې چې په داسې ښارونو کې اوسیږي چې یو وخت وران پراته وو. هغوی د نورو قومونو نه راټول شوي، اوس د څارویو او د مال او جایداد خاوندان دي او د نړۍ د سوداګرۍ په مرکز کې اوسیږي. ۱۳ د شیبا او ددان خلک او د ترشیش د ښار سوداګران به ستا نه پوښتنه کوي: ”ایا تا خپل لښکر راټول کړی چې د لوټ او تالان په خاطر حمله وکړې؟ ایا دا نیت لرې چې سپین زر، سره زر، څاروي او ډېره شتمني په غنیمت یوسئ؟“›

۱۴ نو په دې خاطر ای فاني انسانه، نبوت وکړه او جوج ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹کله چې ته ووینې چې زما قوم په امن کې ژوند تېروي، نو راویښ به شې، ۱۵ ته به د خپل ځای نه چې لېرې په شمال کې دی، د خپل لوی او قوي لښکر سره چې د ډېرو قومونو د عسکرو نه جوړ شوی دی او ټول به په اسونو باندې سپاره وي، راشې. ۱۶ تاسو به زما په قوم اسراییلو باندې داسې حمله کوئ، لکه ځمکه چې ورېځ پټوي. په وروستیو ورځو کې به زه تا ولېږم چې زما په وطن باندې حمله وکړې، ترڅو ای جوجه، قومونه په دې پوه شي چې زه څوک یم او ستا په وسیله به خپل سپېڅلتوب وښایم.›»

جوج ته سزا ورکول

۱۷ «څښتن تعالی داسې وایي: ‹ایا ته هغه څوک یې چې ډېر پخوا مې ستا په هکله خبرې کړې وې؟ هغه وخت ما د خپلو خدمتګارانو یعنې د اسراییلو د نبیانو په وسیله ویلي وو. هغوی تر ډېرو کلونو پورې پېشګویي کوله چې په راتلونکو ورځو کې به زه یو کس په اسراییلو باندې د حملې دپاره راولم.› ۱۸ څښتن تعالی وایي: ‹په هماغه ورځ چې جوج په اسراییلو باندې حمله وکړي، نو زه به سخت په قهر یم. ۱۹ زه په خپل غیرت او په سخت قهر کې اعلان کوم چې په هغه ورځ به د اسراییلو په وطن کې سخته زلزله وشي. ۲۰ ټول ماهیان او مرغان، ټول لوی حیوانات، خزندې او د ځمکې په مخ ټول انسانان به زما په حضور کې ولړزیږي. غرونه به راوغورځول شي، کمرې به ونړیږي او ټول دېوالونه به راچپه شي. ۲۱ زه به په خپلو ټولو غرونو کې د جوج په ضد جنګ راولم، ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. د هغه عسکر به په خپلو کې یو بل په تورو باندې ووهي. ۲۲ زه به هغه په وبا او وینې تویولو سره محاکمه او هغه ته به سزا ورکړم. زه به په هغه او د هغه په لښکرو او نورو ډېرو قومونو باندې چې د هغه په خوا ولاړ دي، د باران توفان او ږلۍ د اور او ګوګړو سره نازل کړم. ۲۳ په دې ډول به زه ډېرو قومونو ته وښایم چې زه ډېر لوی او سپېڅلی ذات یم. نو بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.›»