۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اِستَر کِتاب

څلورم باب

د مردکى اِستَر نه مدد غوښتل

۱کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد بد ژړل، ۲چې د محل دروازې ته ورسېدو. هغه دننه ځکه لا نۀ ړو چې د ټاټ په جامو کښې دننه د تلو اجازت نۀ وو. ۳په ټولو صُوبو کښې، چرته هم چې د بادشاه د فرمان پته لګېدلې وه، نو هلته يهوديانو په چغو چغو ژړل. هغوئ روژه ونيوله، ژړا او وير يې کولو او ډېرو کسانو د ټاټ جامې اغوستې وې او سر يې په ايرو پټ کړے وو. ۴کله چې د اِستَر ښځو خِدمتګارانو او خصيانو اِستَر ته ووئيل چې مردکى څۀ کول، نو هغه سخته پرېشانه شوه. نو هغې مردکى له څۀ جامې ولېږلې چې د ټاټ جامو په ځائ يې واغوندى، خو هغۀ به نۀ اخستلې. ۵بيا هغې هتاک راوغوښتلو، هغه يو خصى وو چې بادشاه د هغې نوکر کړے وو او هغې هغۀ ته وفرمائيل چې مردکى له لاړ شه او د دې پته ولګوه چې څۀ مسئله ده چې هغه دومره غمژن دے. ۶هتاک د محل د دروازې مخامخ د ښار چوک ته مردکى له لاړو. ۷مردکى ورته ټوله قيصه بيان کړه او دا يې هم ورته ووئيل چې کۀ ټول يهوديان ووژلے شول نو همان په شاهى خزانه کښې د څومره پېسو د کېښودو وعده کړې ده. ۸هغۀ هتاک له د هغه فرمان يو نقل ورکړو چې کوم په سوسه کښې جارى شوے وو، چې په هغې کښې د يهوديانو د تباهۍ حُکم وو. مردکى هتاک ته ووئيل چې دا اِستَر له يوسه او اِستَر د حالاتو نه خبر کړه او هغې ته ووايه چې لاړه شى او بادشاه ته دا سوال زارى وکړى چې د هغې په خلقو رحم وکړى. ۹نو هتاک د مردکى د پېغام سره اِستَر له راواپس شو، ۱۰او اِستَر هغۀ له دا پېغام ورکړو چې مردکى له يې يوسه، ۱۱”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“ ۱۲کله چې مردکى ته د اِستَر پېغام مِلاو شو، ۱۳نو هغۀ اِستَر ته دا پېغام ولېږلو، ”داسې مۀ وايه چې په ټولو يهوديانو کښې به صرف تۀ بچ شې ولې چې تۀ په شاهى محل کښې يې. ۱۴کۀ تۀ په داسې وخت کښې هم خاموشه پاتې شوې، نو د يو بل ځائ نه به د يهوديانو دپاره مدد راشى او هغوئ به بچ شى، خو تۀ به مړه شې او ستا د پلار خاندان به ختم شى. د دې نه څوک خبر دى کېدے شى چې تۀ هم د دې وخت دپاره مَلِکه جوړه شوې يې.“ ۱۵اِستَر مردکى له دا جواب ولېږلو، ۱۶”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“ ۱۷نو بيا مردکى لاړو او هغه هر څۀ يې وکړل چې اِستَر ورته وئيلى وُو.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166