۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څلورم باب

دَ مسيح دَ بدن يووالى

۱نو زَۀ چه دَ مالِک په وجه قيد شوے يم، تاسو ته خواست کوم چه په کُومه بلنه چه تاسو راغوښتے شوى وئ دَ هغے په شان ژوند تيروئ. ۲يعنے پُوره په عاجزئ، نرمئ، صبر اَؤ په مينه يو بل زغمئ. ۳اَؤ دا کوشِش کوئ چه کُوم يووالے چه رُوحُ القُدس درکوى، دَ صُلح په تړُون ئے وتړئ. ۴بدن يو دے اَؤ رُوحُ القُدس هم يو، نو تاسو چه رابللے شوى وئ نو دَ خپلو رابللو اُميد مو هم يو دے، ۵يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه، ۶اَؤ دَ ټولو خُدائے اَؤ پلار هم يو دے څوک چه دَ ټولو دَ پاسه، دَ ټولو په مينځ کښے اَؤ په ټولو کښے دے.

۷اَؤ په مُونږ کښے هر يو له دَ مسيح دَ بخښنے دَ اَندازے په مُطابق نعمتُونه راکړى شوى دى. ۸دغه وجه ده چه هغه فرمائى چه : 

”هر کله چه هغه دَ آسمان نه پورته وختلو

نو قيديان ئے دَ ځان سره بوتلل

اَؤ خلقو له ئے تُحفے ورکړلے.“

۹دَ هغۀ پورته په ختو نور څۀ مطلب کيدے نۀ شى بے له دے نه چه دَئے دَ مزکے لاندے برخے ته هم راکُوز شوے وو. ۱۰اَؤ دا راکُوز شوے هغه دے څوک چه دَ ټولو آسمانُونو نه هم پورته ختلے دے، دَ دے دَ پاره چه ټول کائنات معمُور کړى. ۱۱اَؤ هغۀ ځنے رسُولان، ځنے نبيان اَؤ ځنے ئے زيرے آؤروُونکى اَؤ ځنے شپانۀ اَؤ اُستاذان مقرر کړى دى، ۱۲دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خلق دَ خدمت دَ پاره تيار شى اَؤ دَ مسيح بدن په مُونږ کښے وده ومُومى، ۱۳تر څو چه مُونږ ټول په ايمان راوړلو کښے يو شُو اَؤ دَ خُدائے زوئے په ښۀ شان وپيژنو. دغسے به مُونږ په ايمان کښے بالغان شُو، يعنے دَ مسيح په شان به کامل شُو، ۱۴دَ دے دَ پاره چه مُونږ نور وړاندے ماشُومان پاتے نۀ شُو اَؤ دَ خلقو دَ چل ول اَؤ مکارئ په تعليم لکه دَ چپو ديخوا اخوا نۀ ګرزُو. داسے تعليم ورکووُنکى دَ خپلو منصُوبو په وجه خلق ګمراه کوى. ۱۵بلکه مُونږ ته په مينه کښے حقيقت وئيل په کار دى اَؤ دَ مسيح په شان جوړيدلو سره په مخه تلل، چه هغه دَ بدن سر دے. ۱۶دَ هغۀ په وسيله دَ بدن هره يوه حصه يو ځائے کيږى اَؤ دَ بدن دَ خپل هر يو پيوند په مدد قائم وى، چُنانچه دَ بدن هره يوه حِصه په ښۀ شان کار کوى نو ټول بدن پرے وده کوى اَؤ په مينه کښے ترقى هم مُومى.

نوے ژوندُون دَ مسيح په يووالى کښے

۱۷ځکه زَۀ دا وايم اَؤ په مالِک کښے درته دا تاکيد کوم لکه چه غير قومُونه دَ خپلو فضُولو خيالاتو په مُوافق روان دى، تاسو دَ آئنده دَ پاره داسے مه چليږئ. ۱۸ځکه چه دَ هغوئ په عقل پړدے پرتے دى، اَؤ دَ هغه ناپوهئ په سبب چه دوئ ئے لرى اَؤ دَ خپلو زړُونو دَ سختئ له کبله دَ خُدائے دَ ژوندُون نه بهر دى. ۱۹هغوئ دَ بے شرمئ سره شهوت پرستى اِختيار کړے ده دَ دے دَ پاره چه هر ګنده کار په حرص وکړى.

۲۰خو تاسو دَ مسيح داسے تعليم نۀ دے مُوندلے. ۲۱تاسو خو دَ هغه حقيقت په مُطابق چه په عيسىٰ کښے دے، دَ هغه مو واؤريدل، اَؤ په هغۀ کښے به مو دا تعليم مُوندلے وى، ۲۲چه تاسو دَ خپل زوړ چلند هغه زوړ اِنسانيت پريږدئ کُوم چه دَ فريب دَ شهوتُونو په سبب لګيا دے خرابيږى. ۲۳په کار دى چه ستاسو زړۀ اَؤ دماغ دِ بيخى نوے شى. ۲۴اَؤ نوے اِنسانيت خپل کړئ کُوم چه دَ خُدائے په مُطابق دَ حقيقت په صداقت اَؤ پاکوالى کښے ښکاره کيږى.

دَ نوى ژوندُون دَ پاره حُکمُونه

۲۵نو بس دروغ وئيل پريږدئ اَؤ هر څوک دِ دَ خپل ګاونډى سره رښتيا ووائى ځکه چه مُونږ ټول دَ يو بدن اَندامُونه يُو. ۲۶که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ، ۲۷اَؤ اِبليس ته موقعه مه ورکوئ. ۲۸غل دِ بيا غلا ونۀ کړى بلکه څۀ ښۀ کسب دِ شروع کړى اَؤ په خپلو لاسُونو دِ محنت اَؤ ګټه کوى، دَ دے دَ پاره چه حاجتمندو ته دَ ورکولو دَ پاره دَ هغۀ سره هم څۀ وى. ۲۹ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى. ۳۰اَؤ دَ خُدائے پاک رُوح خفه کوئ مه، دَ کُوم نه چه په تاسو دَ خلاصُون دَ ورځ دَ پاره مُهر لګولے شوے دے. ۳۱دَ هر قِسم تريخوالى، قهر، غضب، شور زوږ، بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى ۳۲اَؤ هر يو په بل مهربانه اوسئ اَؤ يو تر بله نرمى کوئ، اَؤ لکه چه خُدائے په مسيح کښے ستاسو ګُناهُونه معاف کړل، تاسو هم يو بل معاف کوئ.