د حضرت صفنياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

توبه ويستل

۱اے بې‌شرمه قومه، يو ځائ راغونډ شئ، يو ځائ شئ، ۲د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى. ۳مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.

د بنى اِسرائيلو د دشمنانو خلاف قضاوت

۴غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى. ۵په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى. ۶د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى. ۷دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى. ۸”ما د موآب بې‌عزتى او د عمونيانو پيغورونه واورېدل، چا چې زما د خلقو بې‌عزتۍ وکړې او د هغوئ د مُلک خلاف يې دهمکيانې ورکړې. ۹نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“ ۱۰دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بې‌عزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى. ۱۱مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى. ۱۲”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“ ۱۳هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى. ۱۴څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى. ۱۵دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.