0:00 / 0:00

د حضرت زکرياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د سرو زرو ډيوټ او د زيتون د ونې رويا

۱بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى. ۲”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى. ۳هم دې سره خوا ته دوه د زيتُونو ونې دى، يو د جام ښى طرف ته او بله ګس طرف ته ده.“ ۴ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ ۵هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو. ۶نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۷هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُبابل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُبابل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“ ۸بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۹”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. ۱۰وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“ ۱۱بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“ ۱۲او بيا ما هغې نه تپوس وکړو، ”دا دوه د زيتُونو څانګې چې د سرو زرو دوه نلکو په خوا کښې دى چې ترې تېل بهيږى دا څۀ دى؟“ ۱۳هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل. ۱۴نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“