د حضرت زکرياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د مشر اِمام رويا

۱بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى. ۲مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا رټى، شېطانه. هغه مالِک خُدائ، چا چې يروشلم غوره کړے دے، هغه تا رټى. آيا دا سړے هغه سوزېدونکې لرګى په شان نۀ دے چې د اور نه راښکلے شوے وى؟“ ۳اوس يشوَع په ګنده جامو کښې د فرښتې په مخکښې ولاړ وو. ۴فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“ ۵بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه. ۶د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل، ۷”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى. ۸واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى. ۹وګورئ، هغه قيمتى کاڼے چې ما د يشوَع په وړاندې اېښے دے. د هغه کاڼى اووۀ مخونه دى، او زۀ به په دې نقش وليکم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او زۀ به د دې مُلک ګناهونه په يوه ورځ کښې ختم کړم. ۱۰په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“