0:00 / 0:00
Next chapter

د روت کِتاب

څلورم باب

د بوعز روت سره وادۀ کول

۱نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو. ۲بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل. ۳هغۀ رشته‌دار ته ووئيل، ”اوس نعومى د موآب نه واپس راغلې ده، هغه زمونږ د رشته‌دار اِلى‌مَلِک پټے خرڅول غواړى، ۴زما خيال دا دے چې تۀ د دې په حقله خبر شې. نو بيا، کۀ دا اخستل غواړې، نو د دې ناستو کسانو په مخکښې ووايه، او کۀ نۀ غواړې، نو هم ووايه، ځکه چې د دې اخستلو اول حق ستا دے او بيا زما.“ هغه سړى ووئيل، ”زۀ به دا واخلم.“ ۵بوعز ووئيل، ”ډېره ښۀ ده، کۀ تۀ د نعومى نه پټے اخلې نو ورسره روت هغه موآبۍ کونډه به هم اخلې، نو دا پټے به د مړى د خاندان په ميراث کښې راځى.“ ۶هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسې نۀ شم کولے، زۀ خپل حق پرېږدم، کۀ تۀ يې اخستل غواړې نو وا يې خله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“ ۷په هغه ورځو کښې، د اخستلو خرڅولو او د جائيداد بدلولو، دا رِواج وو چې خرڅوونکى به خپله څپلۍ وويستله او اخستونکى له به يې ورکړله. په بنى اِسرائيلو کښې د دې مطلب دا وو چې خبره پخه شوه. ۸نو کله چې سړى بوعز ته ووئيل چې، ”تۀ پټے واخله،“ هغۀ خپله څپلۍ وويستله او بوعز له يې ورکړه. ۹نو بيا بوعز مشرانو او هلته نورو کسانو ته ووئيل، ”تاسو ټول ګواه اوسئ چې ما د نعومى نه ټول څيزونه واخستل چې هغه د اِلى‌مَلِک او د هغۀ د زامنو کِليون او محلون دى. ۱۰او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“ ۱۱مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيت‌لحم کښې مشهور شې. ۱۲او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“

د حضرت داؤد نسب‌نامه

۱۳نو بوعز د روت سره وادۀ وکړو او کور ته يې بوتله. مالِک خُدائ هغه بختوره کړه، او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې وشو. ۱۴ښځو نعومى ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء ووايه چې هغۀ تا له نن نمسے درکړو چې ستا خيال وساتى. دا هلک دې په بنى اِسرائيلو کښې مشهور شى. ۱۵ستا اِنږور تا سره مينه کوى، هغې ستا دپاره د اوو زامنو نه ډېر څۀ کړى دى. اوس د هغې ماشوم پېدا شوے دے، هغه به تا له يو نوے ژوند درکړى او هغه به ستا په آخرى عُمر کښې خيال ساتى.“ ۱۶نو نعومى ماشوم واخستو، سينې ته يې جُخت کړو او د هغۀ خيال يې ساتلو. ۱۷د ګاونډ ښځو د ماشوم نوم عوبيد کېښودو. هغوئ هر چا ته وئيل، ”د نعومى کره ماشوم شوے دے.“ عوبيد د يَسى پلار شو، چې هغه د داؤد پلار وو. ۱۸‏-۲۲دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمى‌نداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمى‌نداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.

Next chapter