د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

اوؤم باب

د وادۀ مِثال

۱ زما وروڼو او خوېندو، تاسو نۀ پوهېږئ څۀ؟ زۀ هغوئ ته وايم څوک چې د شريعت نه واقف وى يو کس تر هغې د شريعت پابند دے ترڅو چې هغه ژوندے وى. ۲ د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى. ۳ نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده. ۴ نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو. ۵ کله چې مونږ د خپل انسانى فطرت په مطابق ژوند تېرولو نو شريعت مونږ نفسانى شهوت ته ترغيبولو او دې نفسانى خواهشاتو په مونږ کښې کار کولو چې نتيجه يې مرګ ده. ۶ خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.

شريعت او ګناه

۷ نو مونږ به بيا څۀ ووايو؟ ولې شريعت ګناه ده څۀ؟ يقيناً چې نه. خو کۀ شريعت نۀ وے نو زۀ به په ګناه پوهه شوے نۀ وے، ولې چې ما به دا هيڅکله هم نۀ وے پېژندلے چې لالچ څۀ شے وى، کۀ چرې شريعت دا نۀ وے وئيلے چې، ”تاسو لالچ هم مۀ کوئ.“ ۸ خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده. ۹ يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم. ۱۰ او کوم حُکم چې زما د ژوند دپاره وعده وو، زما دپاره مرګ ثابت شو. ۱۱ خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم. ۱۲ نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى. ۱۳ ولې څۀ چې ښۀ دى نو هغه زما دپاره مرګ دے؟ نه، هيڅکله نه. دا خو ګناه وه چې زۀ يې د ښۀ څيز په وسيله ووژلم او هم په دې شان ګناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو، او دغه شان د حکم په وسيله ګناه د نور کله نه زياته بده شوه. ۱۴ ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم. ۱۵ زۀ په خپلو کارونو نۀ پوهېږم. ځکه چې زۀ څۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکې هغه کارونه کوم چې ترې نفرت کوم. ۱۶ اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے. ۱۷ خو په حقيقت کښې د هغې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. ۱۸ ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم. ۱۹ نو چې زۀ څۀ نېکى کول غواړم، هغه نۀ کوم، خو چې زۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم. ۲۰ اوس زۀ چې څۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو د دې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. ۲۱ نو بيا زۀ په دې اصُولو پوهه شوم چې کله زۀ نېکى کول غواړم نو بدى زما د لاسه وشى. ۲۲ زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم. ۲۳ خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده. ۲۴ نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟ ۲۵ خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.