د يوحنا رسول رويا

شپږم باب

اووۀ مهرونه

۱ بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ ۲ نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى. ۳ کله چې ګډورى دوېم مهر مات کړو نو ما واورېدل چې دوېم جاندار وائى چې، ”راشه.“ ۴ او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه. ۵ کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه. ۶ او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“ ۷ کله چې ګډُورى څلورم مهر مات کړو نو ما د څلورم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ ۸ ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى. ۹ هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو. ۱۰ هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“ ۱۱ بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“ ۱۲ بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه. ۱۳ او ستورى د آسمان نه په زمکه داسې راپرېوتل لکه چې د اينځر نه د سيلۍ طوفان په وجه کچه مېوه راپرېوځى. ۱۴ او آسمان داسې فنا شو لکه طومار چې بند کړے شى او هر غر او هره جزيره د خپله ځايه بې‌ځايه شوه. ۱۵ نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل. ۱۶ او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ. ۱۷ ځکه چې د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلې ده او څوک ورته ودرېدے شى؟“