0:00 / 0:00

زبور شريف

څلور نوييم زبور

مالِک خُدائ بدله اخلى

۱ اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه،

بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.

۲ اے د دُنيا منصفه، راپاڅه،

مغرورانو له د دوئ د عملونو په مطابق سزا ورکړه.

۳ ترڅو به بدکاران، مالِکه خُدايه،

ترڅو به بدکاران خوشحالى کوى؟

۴ هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى،

ټول بدکاران ډيرې لافې کوى.

۵ اے مالِکه خُدايه، دوئ ستا خلق تباه کوى،

هغوئ ستا په ميراث باندې ظلمونه کوى.

۶ هغوئ مسافر او کونډې قتلوى،

هغوئ يتيمان وژنى.

۷ دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى،

او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“

۸ اے د قوم بې‌عقله خلقو ځان خبر کړئ،

اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟

۹ هغۀ چې مونږ له يې غوږونه راکړل خپله اورېدے نۀ شى څۀ؟

هغۀ چې مونږ له يې سترګې راکړې نو په خپله ليدلے نۀ شى څۀ؟

۱۰ څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟

څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟

۱۱ مالِک خُدائ د انسان په سوچونو باندې پوهه دے،

چې دا ټوله تشه هوا او بې‌فائدې دے.

۱۲ بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه،

بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،

۱۳ تۀ هغۀ ته په سختو ورځو کښې آرام ورکوې،

ترڅو چې بدعملو له کنده کنستلے شى.

۱۴ مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى،

او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.

۱۵ يو ځل بيا به عدالت د صداقت په مطابق وشى،

او ټول صادقان به يې پيروى کوى.

۱۶ څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟

او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟

۱۷ کۀ مالِک خُدائ زما مددګار نۀ وے،

نو اوس به زۀ د مرګ په خاموشۍ کښې اوسېدم.

۱۸ نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“

نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.

۱۹ کله چې زما د زړۀ بې‌قرارى ډېره زياته شوه،

نو ستا تسلۍ زما روح ته خوشحالى راوړه.

۲۰ بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى،

چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟

۲۱ هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى،

او بې‌ګناه خلق قاتل ګرځوى.

۲۲ خو مالِک خُدائ زما پناه ګاه ده،

او خُدائ پاک زما ګټ دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم.

۲۳ هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى.

او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى،

مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.