0:00 / 0:00

زبور شريف

نهه اتيايم زبور

د ازراحى ايتان يو سرود

۱ زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم،

او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.

۲ زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى،

ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“

۳ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما د خپل غوره شوى خِدمتګار داؤد سره لوظ وکړو،

ما د خپل خِدمتګار داؤد سره دا قسم وکړو،

۴ زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم،

زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“

۵ ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى،

ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.

۶ په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان،

په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.

۷ د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى،

او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.

۸ اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟

تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.

۹ تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې،

او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.

۱۰ تا د سمندر بلا ووهله او هغه دې چخڼى کړه،

تا خپل دشمنان په خپلو قوى مټو سره خوارۀ وارۀ کړل.

۱۱ آسمانونه ستا دى او زمکه ستا ده.

دُنيا او په دې کښې هر يو څيز تا پېدا کړے دے.

۱۲ شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے.

تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.

۱۳ ستا لاس کښې زور دے،

ستا لاسونه قوى دى ستا ښے لاس لوئ دے.

۱۴ صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے.

مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.

۱۵ بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى،

اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.

۱۶ دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى،

ستا په صداقت فخر کوى.

۱۷ تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې.

او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.

۱۸ بې‌شکه مالِک خُدائ زمونږ ډال او ساتونکے دے،

د بنى اِسرائيلو مقدس ذات زمونږ بادشاه دے.

۱۹ يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل،

”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو،

ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.

۲۰ ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو.

ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.

۲۱ زۀ به په خپل لاس د هغۀ مدد کوم،

بې‌شکه چې زما لاس به هغۀ ته طاقت ورکړى.

۲۲ د هغۀ دشمن به هغۀ ته شکست نۀ شى ورکولے،

بدکاران به هغۀ ته تکليف نۀ شى رسولے.

۲۳ زۀ به د هغۀ دشمنان د دۀ په مخکښې چخڼى کړم،

زۀ به د هغۀ مخالفين سر د لاندې راګزار کړم.

۲۴ زما وفادارى او ابدى مينه به د هغۀ سره وى،

او زما د نوم په وسيله به د هغۀ مقام اوچت شى.

۲۵ زۀ به د هغۀ لاس تر سمندره پورې اوږد کړم،

زۀ به د هغۀ ښى لاس له په ټولو سيندونو اختيار ورکړم.

۲۶ هغه به ما ته آواز وکړى چې، ”تۀ يې پلار زما،

تۀ زما خُدائ پاک او د خلاصون ګټ يې زما.“

۲۷ زۀ به هم هغه خپل مشر زوئ مقرر کړم،

او هغه به په دُنيا کښې د ټولو بادشاهانو نه اوچت کړم.

۲۸ زۀ به تر ابده خپله مينه د هغۀ سره ساتم،

زۀ به خپل لوظ د هغۀ سره کله هم نۀ ختموم.

۲۹ زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم،

ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.

۳۰ کۀ چرې د هغۀ نسل زما د شريعت نه سرکشى وکړى

او زما د حُکمونو په مطابق عمل ونۀ کړى،

۳۱ کۀ چرې دوئ زما قانون مات کړى

زما د حُکمونو په ساتلو کښې ناکامه شى،

۳۲ نو زۀ به بيا د دوئ د ګناهونو په وجه دوئ ته په چوکې سره سزا ورکړم،

او د دوئ د ګناهونو په وجه به دوئ ته په کوړو سزا ورکړم.

۳۳ خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم،

او نۀ به کله هم ورسره بې‌وفائى وکړم.

۳۴ زۀ به کله هم خپل لوظ مات نۀ کړم

او نۀ به کله هم د خپلې ژبې بيان نه واوړم.

۳۵ ما يو ځل د تل دپاره په خپل پاکوالى قسم کړے دے،

زۀ به داؤد ته دروغ نۀ وايم.

۳۶ د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى.

زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.

۳۷ دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى،

کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“

۳۸ خو اوس تا خپل غوره شوى رد کړى او شړلى دى،

او خپل غوره شوى بادشاه ته ډېر په قهر شوے يې.

۳۹ تا د خپل خِدمتګار سره لوظ مات کړے دے،

او تاج دې ورته په خاورو کښې لاندې غورزولے دے.

۴۰ تا د هغۀ ټول دېوالونه کنډر کړى دى،

او تا يې ټولې قلعه ګانې تباه کړى دى.

۴۱ خوشې لارَوو هغه تالا والا کړو،

او هغه د خپلو ګاونډيانو د خندا شولو.

۴۲ تا د هغۀ د دشمنانو لاس په هغۀ اوچت کړے دے،

تا په هغۀ باندې ټول دشمنان خوشحاله کړى دى.

۴۳ هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده،

او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.

۴۴ تا د هغۀ شان او شوکت ختم کړے دے،

او د هغۀ تخت دې زمکې ته غورزولے دے.

۴۵ تا د هغۀ د ځوانۍ عُمر لنډ کړے دے،

تا هغه په شرمونو شرمولے دے.

۴۶ اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟

آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟

تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟

۴۷ راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى،

مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟

۴۸ کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى،

او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.

۴۹ مالِکه خُدايه ستا پخوانۍ لويه مينه څۀ شوه،

کوم چې تا په خپله وفادارۍ کښې د داؤد سره لوظ کړے وو؟

۵۰ راپه ياد کړه، مالِکه خُدايه چې ستا خِدمتګار څومره د خندا شوے وو،

او چې هغه د قومونو پيغورونه به ما څنګه په خپل زړۀ کښې برداشت کول،

۵۱ په کومو پيغورونو چې مالِکه خُدايه ستا دشمنانو ما پورې وخندل،

په کومو چې دوئ په هر قدم کښې ستا د مسح شوى پورې وخندل.

۵۲ ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى.

آمين ثُمه آمين.