0:00 / 0:00

زبور شريف

شپږ اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د رباب د تارونو سره، د حضرت آسف يو زبور، يو حمد

۱ خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے،

د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.

۲ د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده،

او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.

۳ هلته هغۀ د اور غشى مات کړل،

ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.

۴ تۀ نُور او جلال لرې،

د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې.

۵ د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول.

يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.

۶ ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه،

آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.

۷ صرف ستا نه يرېدل په کار دى،

کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟

۸ کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه.

نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه

۹ اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې،

چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.

۱۰ ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى،

او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.

۱۱ مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ،

هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى،

او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،

۱۲ هغه حاکمان عاجزان کوى،

او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.